تاند- په هرات کې نن ماښام په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالاحد ولي وویل چې چاودنه د ماښام په ۵ بجې او ۳۰ دقیقې په جبریل سیمه کې وشوه.
د ده په وینا دا چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې شوې ده.
موټر سایکل د یوه دوکان مخته درول شوی و.
د هرات د حوزوي روغتون ویندوی محمد رفیق شېرزي وویل، ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
هرات په نسبي ډول د افغانستان یو امن ولایت دی او دا ډول پېښې پکې په ندرت کېږي.
تراوسه د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او د حملې د هدف په اړه هم څه نه دي ویل شوي.