تاند- د هرات پولیسو او د کورنیو چارو وزارت وویل چې یوه ایرانۍ ښځه د ایران په غوښتنه د نړیوالو پولیسو یا انټرپول له لوري ونیول شوه.
د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د انټرپول د څانګې رييس جنرال سید افندي وویل، نیول شوې ښځه ثریا قیامي نومېږي او له توقیفه وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د مجرمانو د تبادلې د موافقې پر اساس ایران ته سپارل شوې ده.
د جنرال افندي په وینا ثریا قیامي په ایران کې د قتل له کولو وروسته افغانستان ته راتښتېدلې وه.
ده دا هم وویل چې ایران ۹ تنه افغانان، چې په قتل تورن ول، افغانستان ته سپارلي دي.
د جنرال قیامي په وینا دا نهه تنه په افغانستان کې له قتلونو وروسته ایران ته تښتېدلي ول.
په ایران کې د قاتل سزا قصاص ده.