تاند- په هرات کې یوه سړي د خپلې ماندینې او دوو ماشومانو سرونه پرې کړې او بیا یې خپل ځان هم زندۍ کړی دی .
د ازادي راډیو د راپور پر اساس د هرات ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس سید ګل آقا هاشمي وویل چې دا پیښه پرون ماښام د هرات د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده .
هاشمي زیاتوي یو ماشوم یو کلن او بل یې څلور کلن ښکاري.
ویل کیږي دغه کس خیاطي کوله او اصلا د کابل و، خو له لسو کلونو راهیسې یې په هرات کې ژوند کاوه .
د هرات امنیتي مسولان وایي تر اوسه د دې پیښي دلیل معلوم نه دی او په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي .
په همدې حال کې د هرات د حوزوي روغتون مسولان وایي، مړي د شنبې په ماښام روغتون ته وروړل شوي او د هویت تر تثبیت وروسته په سړو خونو کې ساتل کیږي.