تاند – د هرات د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې څلور ماشومان زېږولي دي.
ښځه، چې عمر یې ۳۵ کاله ښودل شوی، د ماشومانو له زېږولو وروسته په ښه روغتیايي حالت کې ده.
د هرات د روغتون ویندوی محمد رفیق شېرزي وویل چې څلور واړه ماشومان تېره شپه دنیا ته راغلل.
د ده په وینا درې ماشومانې نجونې او یو هلک دی او د ټولو روغتیايي حالت ښه دی.
د ماشومانو د پلار اقتصادي وضعه چندان ښه نه ده او مرستې ته اړتیا لري. د هرات چارواکو تراوسه پوري نه دي ویلي چې ایا له دې کورنۍ سره به مرسته وکړي او که نه.
پخوا په داسي مواردو کې عامو خلکو مرستې کړي دي.