تاند- د هرات ولایتي چارواکي وايي، یو جګپوړی دولتي مامور یې ګاونډي ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد تایید کړه چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو یو جګپوړی مامور نیولی او د تحقیقاتو لپاره یې کابل ته بېولی دی.

فرهاد د دغه مامور نوم وانخیست او نه یې د هغه د دندې په اړه څه وویل خو ویې ویل چې دغه کس پخوا په فراه ولایت کې هم کار کړی دی.

تر دې پخوا هم په ځلونو په هرات کې ایران ته د جاسوسۍ په تور دولتي مامورین نیول شوي او ځینې یې په بند هم محکوم شوي دي.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هیوادونه دي چې د افغانستان په چارو کې زیاته لاسوهنه کوي خو پاکستان تر ډېره د جګړه مارو ډلو له لارې په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته د رسېدو هڅه کوي، مګر ایران د کلتوري نفوذ له لارې په افغانستان کې د ژورو ریښو د ځغلولو په لټه کې دی چې تر ډېره په خپل دې هدف کې بریالی هم ښکاري.

2 thoughts on “په هرات کې یو جګپوړی مامور ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو”
  1. نوم یی هم نه دی اخیستی ههههه کوم کاتب ماتب به یي، محقق چې دربست افغانستان ایران ته معامله کوي، اعتراف و افتخار دواړه کوي، نر غوندې سترګې ګرځي…عجیب ملک دی، عجیب نظام، عجیبه خرکوسي روانه ده، په براق پرته د خره پالانه ده هههههههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *