تاند- د افغان چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا یو هندی مرستندوی نن په هرات کې د وسله والو له لوري وتښتول شو.
دا پېښه څو ورځې وروسته له دې کېږي چې وسله والو کسانو په دغه ښار کې د هند پر کونسلګرۍ حمله وکړه.
په هرات کې د پولیسو یوه چارواکي محمد نادر فهیمي وویل، الکسي پریم کومار، چې عیسوي مذهبه دی او په یوه خیریه تعلیمي موسسه کې یې کار کاوه، د وسله والو طالبانو له لوري په زنده جان ولسوالۍ کې برمته شو.
خو د هرات والي بیا ویلي چې تراوسه پوري چا د ښاغلي کومار د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
فضل الله وحیدي وویل چې کومار زنده جان ولسوالۍ ته د یوه ښوونځي د پرانستلو لپاره تللی و چې د ناپېژندیو وسله والو له خوا وتښتول شو.
په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل:«یو هندی چې په غیرحکومتي موسسه کې یې کار کاوه په هرات ولایت کې تښتول شوی دی. زموږ سفارت له سیمه ییزو چارواکو سره په تماس کې دی او قضیه تعقیبوي.»
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیره سوجاتا سینګ تېره اوونۍ هرات ته تللې وه چې په دغه ښار کې د هند پر کونسلګرۍ له حملې وروسته د کونسلګرۍ د امنیتي چارو په اړه سلا مشوره وکړي.
دې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او دغه راز د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره هم ولیدل.