تاند- په هرات ولایت کې د وسله والو حمله کوونکو په برید کې لږترلږه ۱۰ بهرني سیلانیان ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
د هرات د چیشت شریف ولسوال نن /پنچشنبه/ وویل، نامعلومو وسله والو نن سهار د دې ولسوالۍ پر لویه لار پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې او ۱۰ تنه یې ووژل.
د چیشت شریف ولسوال فرهاد خادمي دا هم وویل چې په دې برید کې ۵ نور بهرني سیلانیان ژوبل شوي دي.
تراوسه پوري د وژل شویو او ټپي شویو بهرنیو سیلانیانو د ملیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ښاغلی خادمي وايي، سیلانیان په یوه بس کې له بامیان څخه هرات ته روان ول چې په چیشت شریف ولسوالي کې پرې برید وشو.
ده همداراز وویل چې له حملې لږ وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او څو نور سیلانیان یې وژغورل.
واشنګټن پوست: ۶ سیلانیان ژوبل شوي
خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې پر دغو سیلانیانو وسله والو طالبانو برید کړی او په ترڅ کې یې ۶ تنه ژوبل دي.
واشنګټن پوسټ وايي چې په دې پېښه کې څوک وژل شوي نه دي او په ټپیانو کې امریکايي او اروپايي سیلانیان شامل دي.
ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله وايي چې افغان امنیتي ځواکونو سیلانیان بدرګه کول خو په لاره پرې طالبانو برید وکړ.
د هرات د والي د ویاند له قوله واشنګټن پوست وايي چې په په ۱۲ سیلانیانو کې ۶ ټپیان شوي چې د هغو په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده.
د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.
تر دې دمه د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید مسوولیت منلی نه دی.
د تېرې میاشتې په لومړیو کې په چسشت شریف کې د افغان هند دوستي (سلما) بند پرانستل شو.
ویل کېږي چې په دې ولسوالي کې د سلما بند، چې اوس د افغان – هند دوستۍ بند نومېږي، د فعالیت د مخنیوي په خاطر یو شمېر وسله والو ډلې د ایران له لوري تمویل او تجهیز شوي دي.