په پکتیا کې ۱۹ ماین پاکان خوشي شول

تاند- د هرات امنیه چارواکي وايي، په هرات ولایت کې ۱۵ تښتول شوي ماین پاکان نن /شنبه/ خوشي شول.

د هرات امنیه قوماندان مجید روزي رسنیو ته وویل، د هلوترسټ موسسې ماین پاکان، چې د جمعې په ورځ د دغه ولایت په کوهسان (کهسان) ولسوالي کې تښتول شوي ول، نن خوشي شول.

د هرات امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی و چې که د دولت وسله والو مخالفانو د قومي مشرانو په منځګړتوب ماین پاګان خوشي نه کړل، پر ضد به یې عملیات وکړي.

د هرات امنیه قوماندان وايي چې ماین پاکان د منځګړتوب په نتیجه کې نه بلکې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې خلاص شول.

د طالبانو په شمول هیڅ ډلې د ماین پاکانو د تښتولو مسوولیت منلی نه دی خو د هرات امنیتي چارواکي په دې پېښه کې طالبان په لاس لرلو تورنوي.

د هرات چارواکو پرون ویلي و چې د طالبانو دوهو قوماندانانو، چې ملا حیدر او ملا توپان نومېږي، ماین پاکان له کهسان ولسوالۍ تښتولي دي. خو طالبانو دا ادعا نه رد کړې او نه یې تایید کړې ده.

هرات نسبتاُ امن ولایت دی خو یوازې د دغه ولایت شینډنډ ولسوالي د طالبانو د فعالیت او د دې ډلې د خپل منځي نښتو مرکز ګڼل کېږي.

تېره میاست د طالبانو د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور د ډلو ترمنځ په شینډنډ کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *