تاند- د هرات د استیناف محکمې رييس وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۹۰ تنه د مختلفو جرمونو په خاطر په اعدام محکوم شوي دي.
د هرات د استیناف محکمې رييس سید عبدالغفار زبیر نن /یکشنبه/ وویل چې په تېرو نهو میاشتو کې د شپږ زره بندیانو دوسیې څېړل شوي چې د هغو له منځه ۹۰ تنه په اعدام محکوم شوي دي.
د ده په وینا تراوسه پوري په هرات کې د ښځو پرخلاف د تشدد ۸۵ دوسیې څېړل شوي دي.
پنځوس دوسیې بشپړې شوي او د اعدام اجرا یې د ولسمشر کرزي حکم ته منتظره ده.
زبیر وویل چې د ۴۰ نورو، چې په اعدام محکوم شوي دي، دوسیې لا بشپړې شوي نه دي.
د ده په وینا دا کسان په قتل، ناموسي وژنو، شوکو او نورو جرمونو تورن دي.
د روان لمریز کال په لومړیو کې په هرات کې دوه تنه د یوه ۸ کلن ماشوم د وژلو په خاطر په اعدام محکوم شول او وروسته له دې د هرات په محبس کې په دار وخېژول شول چې کرزي د دوی د اعدام حکم صادر کړ.
د طب له نظره د انسان غړی که سرطان شي نو عړی له بدن څخه پرې کیږي تر څو مریضي د بدن نورو غړیو ته سرایت ونه کړي، همدا شان د ټولنې خلک هم د یوه بدن غړيو مثال لري که په یوه ټولنه کې داسې کسان موجودیت ولري چې اصلاح کیږي نه او یا هم په داسې جرایمو باندې مرتکب شوي وي چې ټولنه او د ټولنې خلک ډیر متضرر شوي وي او هم په ټولنه کې د داسې جرایمو د تکرار څخه مخه ونیول شي نو مجرم ته شدیده جزا ورکول کیږي یا عمري قید او یا هم اعدام!!!
چې له یوه خوا په ټولنه کې اصلاحات رامنځته کیږي او له بله خوا د جرایمو ګراف راښکته کیږي.