تاند- له یوې تازه سروې سره سم په هرو شلو افغانانو کې یو په محدرو موادو لکه هیروینو یا چرسو روږدی دی.

د سروې په باب په راپور کې ویل شوي چې د امریکا له لوري د مخدرو موادو پرضد د ډېرو پیسو له لګولو سره سره نه یوازې د دغو موادو تولید لږ شوی نه دی بلکې ډېر افغانان هم پرې روږدي شوي دي.

اټکل کېږي چې افغانستان به د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۸۰ تولیدوي. په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې۵۵۰۰ ټنه تریاک تولید شوي ول. له تریاکو، چې له کوکنارو ترلاسه کېږي، هیروین جوړېږي.

امریکايي رسنۍ وايي چې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري امریکا په افغانستان کې د مخدرو موادو او کوکنارو د کښت پر ضد پر مبارزې ۷ ملیارده او پنځه سوه ملیون ډالره لګولي دي خو په دې موده کې نه یوازې مخدر مواد لږ شوي نه دي بلکې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ ۳۶ فیصده زیات شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې خاص سرپلټونکي جان سوپکو د سږ کال په جنورۍ کې د امریکا د کانګریس یوې استماعیه غونډې ته وویل چې تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید بې ساری و.

ده وویل:«که هدف دا و چې د کوکنارو د کر مخه ونیسو، هغه پیسې چې موږ په دې لاره کې لګولي ویلی شم چې موږ ناکام وو. که هدف دا و چې د تریاکو د تولید مخه ونیسو، ناکامه وو، که هدف دا و چې یاغیانو ته د مخدرو موادو له درکو د پیسو د ورتګ مخه ونیسو موږ په دې کار کې هم ناکامه یوو، که هدف دا و چې د مخدرو موادو کاروبار او د فاسدو کسانو نفود ختم کړو، بیا هم ناکامه وو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *