کله چې په نړۍ او سيمه کې خلک د جنګونو، تاوتريخوالي او نا امنيو له لاسه کډه کولو ته اړ کېږي، نو له دې سره طبيعي خبره ده، چې بېوزلي هم زياتېږي. د بېوزلۍ په زياتېدو کې بشريت له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي، چې په ټولنه کې بدې پايلې لري او د بېوزلۍ د زياتېدو قربانيان اکثره ښځې، ماشومان او بوډاګان دي.

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل يوه څېړنيز راپور کې وويل؛ ” ٢٠١٣ ” ميلادي کال کې په نړۍ کې تر ټولو زيات خلک د زور له لارې کډوالۍ ته اړ شوې دي او دغه ٢٠١٣ م کال بايد د زياتو خلکو د کډوال کېدو په نوم ونومول شي.

د ملگرو ملتونو ددې ترسره شوې څېړنې پايلې ښيي، چې په نړۍ کې اوس څه باندې ۲۳۲ میليونه انسانان له خپلو هېوادونو څخه بهر ژوند کوي. د تېرو لسيزو په پرتله په نړۍ کې د گډوالو شمېر ډېر شوی دی.

د ملگرو ملتونو څېړنو څرگنده کړې ده چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې په نړۍ کې ۱۷۵ ميليونه انسانان له خپلو هېوادونو څخه بهر اوسېدل. په ۱۹۹۰ م کال کې د دغو کډوالو شمېر ۱۵۴ ميليونه وو. خو په ٢٠١٣ م کال کې د نړۍ د کډوالو شمېر ۲۳۲ ميليونو کسانو ته رسيدلی دی. په دې توگه له ۱۹۹۰ م کال څخه تر اوسه پورې په نړيواله کچه د کډوالو په شمېر کې د ۷۸ ميليونو انسانانو زياتوالی راغلی دی. د څېړنې پايلي ښيي چې په ټوليزه توگه د نړۍ د نفوس ۳،۲ سلنه برخه کډوال دي.

د کډوالو لومړی انتخاب امريکا، آلمان، روسيه او سعودي عربستان دی. دغه څېړنه چې پايلې يې د ډسمبر مياشتې په ۱۱ نېټه خپرې شوې دي ښيي، چې د نړۍ د کډوالو زيات تمايل د لسو هېوادونو پر لور دی چې په کې امريکا متحده ايالات، آلمان، روسيه او سعودي عربستان شامل دي.

افغانستان هم هغه هېواد دى، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله په نورو هېوادونو کې زيات کډوال لري. افغانستان ډېر کلونه کېږي، چې له يوې درنې او سختې جګړې سره مخامخ دى او له دې امله په نورو هېوادونو کې زيات کډوال لري او همدا شان يې خلک ډېر بېوزله دي. د ملګرو ملتونو وروستۍ احصايي هم ښودلي، چې د نړۍ په هرو څلورو مهاجرو کې يې يو تن افغان دى.

ددې تر څنګ څو ورځې وړاندې افغان حکومت ويلي وو، چې په هرو پېنځه ويشتو افغانانو کې يو تن مهاجر دى. دوى زياته کړې وه، چې: ” اوس مهال د نړۍ په ۷۳ هېوادونو کې شپږ ميليونه افغان کډوال اوسېږي، چې د هغې له جملې څخه يو اعشاريه ۷ ميليونه په پاکستان کې څه کم يو ميليونه په ايران کې راجسټر شوي، خو په يادو شوو ګاونډي هېوادونو کې څه باندې يو ميليون افغانان په غير قانوني توګه د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. “

نه يوازې افغانستان نورو هېوادونو ته زيات کډوال لري، بلکې د ننه په هېواد کې هم موږ زياتې کورنۍ لرو، چې د جنګونو له لاسه له يوه ولايت څخه بل ولايت ته مهاجرې شوې دي او په کېږدیو کې ژوند لري، چې د ډېريو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى.

دننه په مرکز کابل کې زياتې داسې کورنۍ شته، چې له نورو ولايتونو څخه راکډه شوې دي او په دې يخه هوا کې په کېږدیو کې په داسې حالت کې ژوند کوي، چې هېڅ د سون توکي نه لري او ددې تر څنګ د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي.

د کابل په زړه کې پرتو بې وزله کورنيو سره تر اوسه نه دولت او نه هم کومې مرستندويه ټولنې مرستې کړې دي.

دلته بې وزلي په داسې حال كې ده، چې له افغانستان سره ٦٠٠ مليارد ډالر مرسته شوې ده او دغه مرسته يوازې د لوړ پوړو چارواكو، جهادي قوماندانانو، رهبرانو، مشرانو او د دوى د كورنيو او خپلوانو په بزنس سنټرونو، ښارګوټو، ماركېټونو، شركتونو او بنګلو كې احساسېږي او نور د عامو خلكو د ژوندانه پر كچې يې نه دا چې مثبت اغېز نه دى كړى بلكې د سود، احتكار، اختلاس، ظلم، بېګار او د شديد استثمار له كبله ځينې كورنۍ يې د اولادونو پلورلو ته مجبورې كړې دي.
موږ په هېواد کې اوس هم ډېرې داسې سيمې لرو، چې هغه غرنۍ دي او خلک يې هم بېوزله دي، نو کله چې سوړ او واورين ژمى پرې راورسېږي، دوى له زياتو ستونزو سره مخامخ كېږي، ځکه دوى په سيمه کې کلنيک او ډاکتر نه لري، دوى د سرپناه له ستونزې سره مخامخ دي، سون توکي نه شي موندلى او نورې هغه ستونزې دي، چې د هر ژمي په رارسېدو سره په کې بېوزله کورنۍ خپل ماشومان، بوډاګان او ښځې له لاسه ورکوي.

دغو بېوزله افغانانو ته نژدې داسې شتمن هم شته، چې هره ورځ په زرګونو ډالره عايد لري او په خپلو مستيو باندې زيات لګښتونه کوي، خو تر اوسه يې له دغو کورنيو سره د مرستې کوم څرک نه لګېږي، ځکه دوى هغه د چا خبره په نس ماړه دي او د وږو له حال نه به ولې خبرېږي.

په نړۍ کې د کډوالۍ او بېوزلۍ د کچې لوړېدل په رښتيا د اندېښنې وړ خبره ده او ددې تر څنګ په افغانستان کې هم بايد دولت، شتمن او مرستندويه ټولنې بېوزله کورنيو ته زياته پاملرنه وکړي، څو له يوې خوا له دوى سره مرسته شوې وي او له بلې خوا يې خپل افغاني، اسلامي او انساني مسووليت په ښه ډول تر سره کړى وي.

One thought on “په هرو څلورو مهاجرینو کې یو یې افغان دی/ رفيع الله زيار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *