فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

سهار مهال د دندې په لور روان وم، ډريور راډيو نیولې وه، خپرونه داسې وه چې خلکو زنګونه وهل او خپلې ستونزې يې بیانولې، یوه تن د تایمنيو پروژې څخه زنګ ووهه او د خپرونې چلونکو سره يې خپلې سيمه کې د کثافاتو د انبارونو زیاتيدو څخه سر وټکوه او په ښاروالۍ يې ټينګې نيوکې وکړې چې ګينې هيڅ دغې ستونزې ته پام نه کوي، دا خبره وه او تیره شوه،تصادف دا شو چې په همدې ورځ دفتر کې راته وويل شول چې نن ماسپښين دوه بجی یو متقاعد جنرال سره په يوه موضوع باندې لنډه مرکه باید وکړې او پته يې هم راکړل شوه چې تایمنیو پروژه کې ده او هلته باید ورشم.

کله چې لاړم نو ريښتيا هم د دغې سيمې په هره کوڅه کې لويو ډيرانونو او د کثافاتو انبارونو بد بوي د بل هر چا په څیر زما هم ور پام کړ د موټر ښيښه مې پورته کړه ډيریور ته مې کړه “ای چی حال اس کاکا ادم دیوانه میشه از دست ای بوی بد افرین ای مردم” زمونوږ د دفتر دا ډريور خورا یو خندان او ټوکمار سړی دی دستي يې خبر راغبرګه کړه ” اینالی مه کارشه جور میکنم … جان! در قصه شرق و غرب اش نباش” سپرې راواخيسته او د موټر سيټ يې خوش بويه کړ ما وويل ” خیر بیبینی کاکا اما ای مردم چطور تحمل میکنن ای حالته هر پنج خانه بعد یک انبار کثافات است” ډريور چې زما دا خبرې يې نه خوښيدې په خندا يې راته وويل “کاشکې شاروال میبودي که ای بیچارا ره از این جنجال خلاص میکدي” ډريور چې دغو خلکو ته د “بیچاره” کلمه وکاروله نو ژر زما سترګې او فکر دنګو ودانيو او بلډنګونو ته لاړ چې ښايې د هر يوه بيه يې له لکونو ډالرو بیا تر ميليون پورې وي خو ډريور سره مې خبر اوږده نکړه ځکه ښې نه ايسيدې خو د هغه کس خبره را یاده شوه چې سهار يې په راډيو کې دغې سيمه کې د کثافاتو د شتون او د ښاروالۍ نه پام لرنې ته ګوته نيولې وه.

په دې سوچ کې شوم چې یا الله دا زمونږ خلک ولې دومره د هر څه په وړاندې بي تفاوته دي او هر څه له نورو غواړي چې ورته تر سره يې کړي که يو کار يې له توانه پوره هم وي سترګې يې نوروته نيولي يي او که په توان يې نه يي هم. سمه ده چې دا کار ښاروالۍ باید وکړي خو د دغو خلکو دا پاخه او دنګ کورونه ګوره چې له ورايه يې په شتمنوالي دلالت کوي خو بیا هم ښاروالۍ ته يې سترګې سپينې کړي او په ځان يې دا تکليف راوستی او په دې تمه دي چې څه وخت به يي ښاروالۍ عرض اوري. ولې په خپله لاس په کار کيږي نه؟ او د څو روپو له زړه ویستلو سره ځان له دغې ستونزې نه خلاصوي؟ ولې په هرڅه کې نورو ته سترګې نيسو؟؟؟

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *