تاند- په ناروې کې د پناه غوښتونکو شورا وايي، په افغانستان کې د جګړې او تروریزم د دوام له کبله په هر ساعت کې ۵۰ افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.

دې شورا وویل، تېر کال د ورځې په متوسط ډول ۱۲۰۰ افغانان اړ ایستل شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.

تر دې وړاندې په مخکینیو دوو کلونو کې هم یو ملیون افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي وو.

د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا عمومي منشي جین اګلند وايي، په افغانستان کې ناامنۍ مخ په ډېرېدو دي؛ نو له اروپايي هیوادونو او دغه راز د افغانستان له ګاونډیانو غواړي چې د افغان پناه غوښتونکو له ایستلو او په زروه خپل هیواد ته د هغوی له استولو ډډه وکړي.

د دې شورا د معلوماتو پر اساس، افغانستان د ملکي وګړو او مرستندویانو لپاره د نړۍ یو تر ټولو خطرناک هیواد دی او هره ورځ لږترلږه ۱۰ تنه ملکي افغانان وژل کېږي.

تېر کال په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله ۱۷ بهرني مرستندویان ووژل شول او ۳۴ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *