د هسپانیا په (Valencia in) کې نن /چهارشنبه/ پر رومي یا سرو بانجڼو د یو بل د ویشتلو کالنۍ مېله وه. دا دودیزه مېله (La Tomatina) نومېږي او هر کال یې په لړ کې په سلګونو ټنه رومي بانجڼ ضایع کېږي.
ځیني کسان پر دې مېلې اعتراض لري او وايي چې رومي بانجڼ پکې سلا بلا ضایع کېږي او د مېلې دفاع کوونکي وايي چې دې مېلې ګټه هم وررسولې ده ځکه چې د هغې د لیدو لپاره هسپانیا ته ډېر سیلانیان ورځي.