لاندې ویدیو کتلی شئ-
تاند- په هسپانیا کې د تېرې اوونۍ د ږلۍ خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د دغه هیواد په شمال کې دې زورورې ږلۍ ګڼ شمېر څاروي مړه کړي دي.
په خپرو شویو عکسونو او ویدیوګانو کې د ږلۍ د دانو اندازه تقریباُ د کرکټ د توپ هومره ښکاري او له کبله یې په ځانګړي ډول ډېر پسونه مړه شوي دي.
هسپانیايي رسنۍ وايي چې دې ږلۍ، چې د پنجشنبې په ورځ /جولای ۱۳/ د دغه هیواد په شمالي غرنیو سیمو او المازان (Almazan) ښارګوټي کې وشوه، خو تصویرونه یې اوس خپاره شول، زیات زیان اړولی دی.
ږلۍ ګڼ موټرونه زیانمن کړي او د کورونو د کړکیو شیشې یې ماتې کړي دي.
ګاردین ورځپاڼه وايي چې د ږلۍ اندازه دومره زیاته وه چې د ښاروالۍ د واورو د پاکولو موټرونه په سره دوبي مجبوره شول چې راووځي او سړکونه پاک کړي.
د هواپېژندنې اداره وايي چې د هسپانیا په دې سیمه کې عموماً چې هوا ډېره توده شي، سخت بارانونه یا ږلۍ اوري خو دا یوه کمسارې وه.