تاند- د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ترانسپورت ادارې په عمومي ترانسپورتي وسایلو لکه بسونو، متروګانو، رېلګاډو او ټرمونو کې د نارینه وو وازه ویته ناسته منع اعلان کړه.
په مادرید کې د عمومي ترانسپورتي چارو د تنظیم مسوولانو په ښاري ترانسپورتي وسایطو کې عکسونه او پوسترونه نصب کړي او په هغو کې یې د ناستو هغه ډولونه ښودلي چې پرې بندیز دی.
اوس د مادرید په مترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډو کې د دې ډول ناستو د مخنیوي لپاره عملي هلې ځلې پیل شوي دي.
د مادرید د ترانسپورت ادارې وروسته له دې دا بندیز ولګاوه چې د ښځو یوې ټولنې د دې ډول ناستو د غیرقانوني کولو لپاره د زرګونو ښځو لاسلیکونه ټول کړل.
دوی غوښتنه کړې چې د عمومي ترانسپورتي وسایلو نارینه سپرلۍ دې داسې نه کښېني چې بل څوک په تکلیف کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ م کال په نیویارک او د متحدو ایالتونو په یو شمېر نورو ښارونو کې د نارینه وو له لوري په ترانسپورتي وسایلو کې د داسې ناستې خلاف کمپاین وشو او له سړو وغوښتل شول چې نور په بسونو، متروګانو او نورو ترانسپورتي وسایلو کې د ناستې په مهال پښې ټولې ونیسي.