تاند- د یوه خره له مړینې درې ورځې وروسته د هسپانیا په جنوب کې یو له وزنه دروند سړی د څارویو د حقونو په سرغړونې تورن شو.
دغه کس د دسمبر په لسمه د کرسمس د جشن په مراسمو کې پر یوه کوټي سپور شوی و.
د حیواناتو د حقونو ملاتړې ډلې وايي، یو تن چې شاوخوا یو نیم سل کیلو ګرامه وزن یې درلود، د دسمبر په لسمه په لوچینا ښار کې د خلکو په مخکې د خره پر یوه پنځه میاشتني کوټي سپور شو.
په هغو عکسونو کې، چې رسنیو خپاره کړي، دغه سړی لیدل کېږي چې پر خره سپور دی او ځان ښيي.
دوې ورځې وروسته خر د څارویو ډاکتر ته یووړل شو ځکه چې درېدای نه شوای.
د څارویو د حقونو ملاتړ کوونکي وايي، دغه خر په دې خاطر ومړ چې دروند سړی پرې سپور شوی و.
د هسپانیا پولیس وايي چې د دسمبر په اوولسمه یې دا ۴۸ کلن سړی رسماً د څارویو د حقونو په چخڼي کولو تورن کړ.