تاند- د ننګرهار د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.
د عطا الله خوږیاني په وینا تېره شپه نړیوالو ځواکونو د ننګرهار ولایت پر هسکه مېنه ولسوالي بمباري وکړه خو ملکیان په نخښه شول.
ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي نن /جمعه/ رسنیو ته وویل چې په وژل شویو ۸ تنه د یوې کورنۍ او ۴ تنه د بلې کورنۍ دي.
سازولي وايي چې دا کسان پرون ماسپښین هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې د ناټو ځواکونو په دې شک وویشت چې د داعش غړي پکې سپاره دي.
ولسوال د ټپیانو د شمېر په اړه معلومات نه لرل.
په افغانستان کې امریکايي پوځیانو او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
هسکه مېنه د کوټ او اچین په ګډون د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې داعش یا اسلامي دولت پکې زیات فعال دی.