احسان الله ارینزی –
د تېرې جمعې (۱۳۹۶ هـ.ش د ثور اتمه) لمونځ مې کابل پولیتخنیک ته مخامخ د نوي ودان شوي ښارګوټي (بلاکونه) په هغه جومات کې ادا کړ چې تر اوسه ځانګړی نوم نه لري.
مولوی صاحب په خپل وعظ کې د هغې لوږې او ستونزو په هکله خبرې وکړې چې د حضرت پیغمبر(ص) په ژوند کې یې د مدینې خلک ځورولي وو.
مولوي صاحب وویل چې په هغو ترخو شپو ورځو کې به خلک په ورځو ورځو، وږي او نهر ګرځېدل او حتی مرګ به هم پېښېده!
ده وویل چې حضرت پیغمبر او څو نور کسان یوه ورځ له ډېره مجبوریته د هغه صحابي کور ته ورغلل چې اقتصادي وضع یې ښه وه. صحابي کور کې نه و؛ خو مېرمنې یې د مېلمنو هرکلی وکړ او خرماوې یې ورته کېښودې.
کله چې د کور خاوند راغی پرېکړه يې وکړه چې مېلمنو ته یوه وزه حلاله کړي. مولوي وویل چې حضرت پیغمبر د وزې د حلالو مخالفت ونه کړ؛ خو دا یې وویل چې پام کوه چې بلاربه یا د ماشوم مور وزه حلاله نه کړې؛ ځکه چې بچي به یې بې موره پاته شي!
زه د دې مولوي صاحب له موعظې څخه داسې پوه شوم چې په صدر د اسلام کې حضرت پیغمبر او د ده خواږه صحابه لکه حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر فاروق، حضرت ابو هریره او نور هم د عامو خلکو په شان د لوږې له ستونزو سره مخامخ وو او له عوام الناسو سره یې توپیر نه درلود.
خیر د مولوي صاحب وعظ پای ته ورسېد او بل ملا پاڅېد چې د جمعې لمانځه د جماعت اذان وکړي. په دې کې د جومات له آخري صف څخه یو غږ اوچت شو چې ویل یې (… صبر… صبر بیادرا دو دقیقه به مه ګوش کونین، مه ګدایي ګر نیستم، مه مامور دولت بودم، حالی ده نزدیک ای قبرستانی در یک اتاقک مخروبه زنده ګی میکنم، از یک چشم کور شدیم، زن مام مریض اس، چار دختر دارم، خورد، خورد… مه دګه به اونا نان داده نمیتانم، از شمام چیزی نمیخایم، اما یک کار کنید، هر کسیکه اولاد نداره، یا دختر نداره، یا حوصله کلان کدن اولاد یبګانه را داره، به لیاز خدا همی چار دختره بګیرین که پیش ما از ګشنګی می مورن!!!).
ما ویل اوس به د خدای دا لوی اسمان په ځمکه راوغورځي او د غلو، لوټمارو او هغه کسانو د کبر ماڼۍ به نسکوره کړي چې دا شریف ولس یې له داسې ناخوالو سره مخامخ کړی!!
ما ویل چې اوس به یو توپان راپاڅي او په ظالمو درواغجنو به توره شپه جوړه کړي،
او ما ویل چې اوس به یو تندر پرېوځی او ډېر تش په نامه مسلمان (کفار) به لولپه کړي،
په جومات کې دوه درې سوه مقتدیان په یوه ژوره چوپتیا کې ډوب شول. د څلور نجونو پلار ژړل، څو مقتدیانو هم ورسره وژړل او ډېرو بېوسه او بېوزله او بېواکه خلکو یو بل ته وکتل.
ځینې مقتدیان ځمکې ته ځېر شوي وو، ښایي ځینو به ځانونه د دې بېوزلي انسان په مصبیت کې شریکان ګڼل. ښایي چې دوی به هم د دې ناروغ سړي د څلور کمکیو لوڼو د لوږې له مسوولینو څخه وو!
د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو دردونو، رنځونو، کړاوونو او جګړو اصلي عاملان خپله افغانان دي. همدوی وو چې د خلقي، پرچمي، ګروه کار، سفزا، ساما، ملا، مولوي، مدني، مجاهد، حزبې، جمعیتی، حرکتی، برکتی، محاذی، جنبشی، فدرالی، طالب، دیموکرات، دولت اسلامي، امارت اسلامي، خلافت اسلامي، حزب التحریر، ښاري، کلیوال، موافق او مخالف په نومونو یې تورې پورته کړې او د پردیو استخباراتي کړیو په لارښوونه د خپل وطن، خپل تاریخ، خپلو ملي ارزښتونو او ملي منافعو په ضد وجنګېدل او هېواد یې په داسې یو کنډواله بدل کړ چې اوس مور او پلار راځی او د خدای (ج) په کور کې د مجاهدینو د اسلامي انقلاب د بري په ورځ، په مسلمینو غږ کوي چې زموږ د زړه سرونه، څلور خوږې لوڼې د لوږې له لاسه د مرګ په پوله ولاړې دي، راشئ هر څوک چې اولاد نه لري، یا لورګانې نه لري او یا د کوم پردي اولاد د ساتلو او روزلو وس او اراده لري، دا نجونې دې واخلي او که نه له لوږې مري!!!
کله چې له جومات څخه راووتلو، ما له حضراتو شفیقي (ویسا ورځپاڼه) او ځواک (کابل نیوز) څخه پوښتنه وکړه چې آیا دا سمه ده چې په کوم دیني متن کې راغلي چې په کوم ښار کې چې عدالت او ډوډۍ نه وي، ایمان هم نه وي او لمونځ نه کېږي!
شفیقي صاحب وویل چې ما هم داسې یو شي اورېدلي؛ خو سند یې نه لرم او زیاته یې کړه چې د حضرت عمر فاروق (رض) په وخت کې د قحطي، وچکالي او لوږې په کال، خلیفه د غلا په تور د خلکو د لاسونو د پرې کولو حکم ځنډولی و!
او ما بیا په انترنت کې د حضرت علي (ک) دا وینا ومونده چې وایي د خلکو بېوزلتیا د ځمکې ویرانې ته لار پرانیزي او بېوزلتیا د واکمنانو د غلا زېږنده ده. فارسي متن داسې دی: همانا ویرانی زمین به دلیل سنګدستی مردم است، و تنګدستی مردم، به جهت غارت اموال از طرف زمامداری است که به آینده حکومتشان اعتماد ندارند (خطبه 209، نهج البلاغ) او بل ځای وایي چې بېوزلتیا د دین او عقل د نقصان باعث کرځی. فقر او بېوزلتیا ذلت ته لار پرانیزي، د انسان (آبرو) تویوي، د انسان عزت نفس او کرامت ته زیان اړوي، اداري او اخلاقي فساد خپروي، عقیده کمزورې کوي او انسانان له سلګونو ستونزو سره مخامخ کوي.
په هر صورت د ثور اتمه دې مجاهدینو ته مبارکه وي!
خورا د خواشینۍ او خپګان ځای دی، ډېر یې خوابدی کړم
پر قلم دې برکت، الله دې تل تاند لره. دا خبرې او دا فريادونه دا بېوطنه او ميلمانه حاکمان نه اوري. هغوی ځانونه د دې بدمرغه هېواد اتباع نه بولي، په ناوې پسې راغلي، له نکاح وروسته بېرته خپلو بادارانو ته ورځي. الله دې پر موږ رحم وکړي. نور، خو څوک نه لرو!!!