خبریال: عادل- ځايي امنيتي مسؤلان وایي چې د هلمند ولايت په نوزاد، واشیر ولسوالیو او نمیروز ولایت کې د ملي اردو په مشرۍ په ترسره شويو عملياتو كې ۳۵ والو طالبان وژل شوي او۳۰ تنه ژوبل شوي.

مسؤلان زیاتوي چې په نيمروز ولایت کې یو تن وسله وال د۵۰ کیلو تریاکو سره یو ځای هم نیول شو دي.

د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل ډګر وال محمد رسول ځاځي انتخاب ويب پاڼې ته وویل چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې کوم عملیات چې د ملي اردو په مشرۍ د هلمند او نیمروز ولایتونو  په اړوند ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو  په موخه تر سره شوي دي  په  پایله کې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کۍ د مخامخ نښتې پرمهال ۳۰تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷تنه نور ټپیان شوي دي

دغه راز نوموړی زیاتوي چې  د دې ولایت په واشیر په ولسوالۍ کې ۴تنه وسله وال طالبان هم د یو نښتې پر مهال وژل شوي ۳تنه ټپیان شوي دي.

ځاځی وایي چې دهلمند ولایت په ناوې او مارجې ولسوالیو کې د یو لړ تصفیوي عملیاتو پر مهال  ۵۰ کړۍ ډول ډول ماینونه هم د ملي اردو له ځواکونو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د منار په سیمه کې ۱تن وسله وال  وژل شوی د هغه څخه ۱میل کلاشینکوف او ۵۰ پېره مرمۍ  تر لاسه شويدي.

دغه راز په ياده ولسوالۍ کې ۱تن وسله وال هم  له ۵۰ کیلو تریاکو سره ژوندی  نیول شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *