تاند- په هلمند او کندهار ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۴۰ تنه وژل شوي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم پرون /شنبه/ غرمه مهال د نوزاد او موسي کلا ولسوالیو ترمنځ د دوو سراچه موټرونو په لار کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې ۷ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې له پرونۍ پېښې سره په یووخت د ګریشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې څلور ورځني عملیات پای ته ورسېدل او په ترڅ کې یې ۱۳ تنه وسله وال مخالفان ووژل شول او ۳۵۰ ماینونه شنډ کړای شول.
له بلې خوا په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا د تولید د یوه شرکت دوه کارکوونکي جومات ته د تګ په مهال د ماین په چاودنه کې ووژل شول. له دې سره په یووخت د وسله والو طالبانو له لوري د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته په برید کې یو سیمه ییز پولیس او دوه طالبان وژل شوی دي.
په همدې حال کې نن د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په وېش منډيي په بازار کې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۱۲ نور ژوبل کړل.
ټپیان د سپین بولدک روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې د ډېرو ټپیانو حال نازک دی.
د دې پېښې نور جزییات لا نه دي څرګند شوي.
دا د وحشیانو کار !
زموږ ګڼو دوستانو په فهیم پسې بدرد ولیکل خو ایا دغه کسان فهیم وژلي دي او که د ملا عمر ملګرو او پیروانو؟
موژ نه پويژو دا كندهار او هلمند او داسي نور نيژدي ولايتونه دغه خو زموژ مشران حانونه حساب وي اوس نه پوهيژو چي دا مشران شو ل كه د ماشومانو دشحو قاتلن شول تول ولايتو كي كوشش كوي دماشومانو او شحو او ملكيانو خلكو او نور إنساني رحم لري او كوي يي دغه حاي كي يا شخصي خوسمت زيات دي او يا پيسي ديري ورته گراني دي هر ورح مرگ دي تول ماشومان يي مره كرل