ارشیف

خبرپاڼه

دغه عمليات د چهارشنبې په شپه د ځانگړوافغان كوماندويي ځواكونولخوا ددې ولايت په سنگين ولسوالى كې ترسره شوي چې په ترڅ كې يې ۱۸ تنه ترهگرځاى پرځاى وژل شوي اود ترهگروتش په نوم ولسوال اود سيمې قوماندان ملاجان له خپل يوه ساتونكي سره ژوندي نيول شوي دي.

په دې عملياتوكې همدا رازكوماندويي ځواكونو۵۰ ميله سپكې اودرنې وسلې،۴۰ ميله تومانچې اولسگونه كړى قلمي ماينونه ترلاسه كړي اود همدې عملياتوپرمهال يوتن ملي پوليس هم په شهادت رسيدلى اودرى سيمه ايزپوليس ټپيان شوي دي.

په همدې شپه ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې هم پوليسود ترهگروپه يوپټنځاى ځانگړي عمليات ترسره كړي چې په پايله كې يې يوميل دهشكه اوپنځه كړى ماينونه نيولي دي.

زموږامنيتي ځواكونوددې عملياتوپه ترسره كولوسره يوځل بيا هيواد والوته وښودله چې دوى د وسله والوترهگرود هرډول پلانونواوبريدونود شنډولوتوان لري اودوى ته غاښ ماتوونكى ځواب وركوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *