ياد شوى ماين د ترهگرولخوا د موسى كلا ولسوالى په مربوطاتوكې د ولسي وگړود له منځه وړلوپه موخه ځاى پرځاى شوى وچې د سه شنبې په ورځ د يوې بجې په شاوخوا كې د ملكي كسانويوسراچه موټرورباندې ختلى چې د چاودنې په پايله كې يې يوه ميرمن اودرى سړي شهيدان شوي،دوې ميرمنې،درى ماشومان اودرى سړي ټپيان شوي دي.
ياد شوى موټرله نوزاد ولسوالى څخه موسى كلا ولسوالى ته راروان و چې ددې غمجنې پيښې ښكارشوى دى.
د هلمند ولايت مقام د ترهگرودغه عمل چې تل يې له امله ولسي خلك د غم په ټغركښيني په سختوټكوكې غندي د پيښې د قربانيانوله كورنيوسره په دې غم كې ځان شريك بولي شهيدانوته د الله له دربارڅخه د فردوس جنت اوټپيانوته د عاجلې شفا دعا كوي.