خبرپاڼه
نيټه: ۱۳۹۱-۰۴-۱۲
دغه شورا تيره ورځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم اونوزاد ولسوالى لسگونومخورواوقومي مشرانوگډون درلود جوړه شوه.
ددې غونډې پرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل كه څه هم په نوزاد ولسوالى تردې مهاله د امنيت اوپرمختگ په برخه كې ځينې ستونزې شتون لري خو د دوى هڅه داده چې په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته كړي اود نوزاد د خلكوپه همكارى پرمختگ ته لاره هواره كړي.
د نوموړي په وينا چې اوسمهال نوموړې ولسوالى ته ۲۰۰ تنه سيمه ايزپوليس منظورشوي چې ۵۰ تنه په خپله خوښه دغه ډگرته حاضرشوي دي.
ده د نوزاد له اوسيدونكووغوښتل چې دولت سره خپله همكاري نوره هم زياته كړي ترڅوددې ولايت د نورو ولسواليوپه شان په نوزاد كې هم پراخه پرمختيايي چارې پيل شي.
وروسته ددې غونډې ځينوگډونوالوهم د نوزاد ولسوالى د اوسني حالت په اړه هلمند والي ته بشپړمعلومات وړاندې اود شته ستونزود حل لپاره يې ځينې لارې چارې په گوته كړې.
د يادونې وړده چې نوموړې شورا اوس مهال د لنډ مهال لپاره چې ۳۱ تنه غړي چې د بيلابيلوقومونواستازيتوب كوي جوړه شوه چې په نږدې راتلونكي كې به په دې ولسوالى كې د آزادوټاكنوله لارې اوږد مهاله ټولنيزه شورا جوړه شي.