خبرپاڼه                                                           نيټه:  ۱۳۹۲-۱-۱۲

ياد شوي عمليات د دوشنبې په ورځ د امنيه قوماندانۍ اړوند د لومړي كنډك د پوليسولخوا د گرشك ولسوالۍ په حاجي عبدالحميد خان په سيمه كې ترسره شوي دي چې په پايله كې يې درى تنه ترهگرځاى پرځاى وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي دي.

په دې عملياتوكې پوليسو۲۱ كړۍ ماينونه هم چې ترهگروزموږد بيگناه هيواد والود له منځه وړلوپه موخه ځاى پرځاى كړي وكشف اوشنډ كړي دي.

دغه عمليات په ياده شوې سيمه كې د راروانوټاكنولپاره د خوندي امنيتي فضا د رامنځ ته كولوپه موخه ترسره شوي چې اوس مهال پكې په بشړه توگه د ټاكنولپاره زمينه برابره شوې ده.

بلخوا د موسى کلا په ولسوالی کی تیره ورځ غرمه د يادې ولسوالۍ د جازي په سيمه کې د ماين چاودنې درې تنه وژلي او يو بل ټپي دى

 دغه چاودنه هغه مهال، چې ياد کسان د نوزاد  ولسوالۍ څخه موسي کلا ولسوالۍ ته پر لاره وو، رامنځته شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *