ياد شوي ۲۴۴ تنه چې پكې سرحدي،ملي اود عامه محافظت پوليس شامل وو د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاراونورامنيتي مسؤلينوگډون درلود په لښكرگاه كې د پوليسوله روزنيزمركز څخه فارغ شول.
ددې مراسموپرمهال د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاروويل چې له نيكه مرغه پوليس د پخوا په پرتله ترډيره مسلكي شوي چې له همدې امله يې په دندوكې ښه والى راغلى اود خلكوزړونه يې خپل كړي چې نه يوازې له دوى سره د خلكوهمكاري زياته شوې بلكې پوليس هم په دې توانيدلي دي چې ترډيره د خونړيوپيښومخه ونيسي اود دښمنانودسيسې اوپلانونه موخې ته له رسيدووړاندې شنډې كړي.
هغه له پوليسووغوښتل چې د خلكوپه منځ كې د بادارانوپه شان نه بلكې د خدمت كوونكوپه څيرخپله دنده پرمخ بوزي ترڅوپه پوره توگه خلك له پوليسوسره همكاري وكړي چې په پايله كې به شته ستونزې هم په امنيتي اونوروبرخوكې له منځه ولاړې شي.
ورپسې د نوموړي مركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وويل چې يادوشويوكسانوته د دوو مياشتوپه اوږدوكې د پوځي زده كړوترڅنگ،له خلكوسره د چلند،بشري حقونو،روغتيايي مرستواوسواد زده كړې په برخه كې روزنه وركړل شوې دي.
د نوموړي په وينا چې اوس مهال ددې زده كړواغيزځكه زيات دى چې د كورنيوښوونكولخوا يادې شوې زده كړې پرمخ بيول كيږي اود ژباړې په برخه كې هغه ستونزې چې وړاندې د بهرنيوروزونكود شتون په برخه كې موجودې وې په بشپړډول حل شوې دي.