خبرپاڼه
دغه بريد د دوتنوترهگرولخوا چې په يوه موټرسيكل سپاره وو د يكشنبې په ورځ سهارد اتوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد زرگرى ماركيټ مخې ته هغه مهال رامنځ ته شوكله چې ياده شوې پوليسه له كورڅخه د خپلې دندې په لور روانه وه.
په دې بريد كې ياده شوې پوليسه ټپي شوې اوبريد كوونكي په تيښته بريالي شوي دي چې اوس مهال يې د نيولوپه موخه د امنيتي ځواكونولخوا پلټنې روانې دي.
د هلمند ولايت مقام دغه بريد په سختوټكوكې غندي اوټپي پوليسې ته د الله له دربارڅخه د عاجلې روغتيا دعا كوي.
دا چې ترهگراوس په هلمند كې له سختې ورخطايى سره مخ دي اوله امنيتي ځواكونوسره يې د مخامخ جگړې توان له لاسه وركړى غواړي په دې ډول بريدونوسره د خلكوپه منځ كې ويره رامنځ ته كړي خود دښمن دا ډول بريدونه به زموږد دينداروخلكوارادې كمزورې نه كړي اود تيرپه څيربه د خپل اسلامي دولت ترشا ولاړوي.