ياده شوې ترافيكي پيښه د يكشنبې په ورځ د يوې بجې په شاوخواكې گرشك ولسوالى ته څيرمه د هرات كندهارپه لويه لارد يوه ۳۰۳ بس اوكرولا موټرد مخامخ جنگيدوله امله رامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې دوه سړي اودوې ميرمنې مړې شوې دي يوتن لاروى اود كرولا موټرچلوونكى ټپيان شوي دي.
پيښه د ۳۰۳ بس موټرچلوونكي چې له نيمروزولايت څخه د كندهارپه لوري روان ود بې احتياطى له امله رامنځ ته شوې ده چې ياد شوى كس نيول شوى اوترپلټنولاندې دى.
د پيښې ټپيان د گرشك ولسوالى سيمه ايزروغتون ته ليږدول شوي اوروغتيايي حالت يې د ډاډ وړدى.
د هلمند ولايت مقام په دې پيښه ژوره خواشيني څرګندوي د مړوشويواوټپيانوكورنيوته د تسليت مراتب وړاندې كوي اوله ټولوموټرچلوونكوڅخه غوښتنه كوي چې ترافيكي قوانين په پوره توگه په پام كې ونيسي ترڅوپه راتلونكي كې د داسې ناوړه پيښومخه نيول شوې وي.