خبرپاڼه
نيټه: ۱۳۹۲-۱۱-۲۱
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
لومړۍ پيښه د يكشنبې په ورځ مازديگرمهال د نادعلي ولسوالۍ شمال لوري ته هغه مهال رامنځ ته شوې كله چې دريوترهگروغوښتل د عاموخلكواوامنيتي كسانود له منځه وړلوپه موخه ماين ځاى پرځاى كړي چې همدا خپل ماين يې پرې چاوديدلى اودرى واړه ځاى پرځاى د خپل عمل په سزا رسيدلي دي.
بل لورته په همدې ورځ د نهرسراج په باوري سيمه كې يوې ۱۵ كسيزې ډلې ترهگروغوښتل د ملي اردوپه گزمه وسله وال بريد وكړي چې د ملي اردوله توند غبرگون سره مخ شوي اوپه پايله كې يې درى تنه وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي دي.
په دې پيښه كې د ملي اردوسرتيروته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى اوپاتې ترهگرپه تيښته بريالي شوي دي.