د سيمه ايزو ارګانونو خپلواكه اداره

د هلمند ولايت مقام

 مطبوعاتی دفتر

                                                    خبرپاڼه                                                           نيټه:  ۱۳۹۳-۱-۱۹

يادې شوې نښتې د دوشنبې په ورځ د هلمند په گرشك،سنگين،خانشين ولسواليواود لښكرگاه اړوند سيموكې د ملي اردواووسله والوترهګروترمنځ رامنځ ته شوې دي چې په پايله كې يې په گرشك ولسوالۍ كې اته تنه چې دوه تنه قوماندانان هريوآغا محمد اوسيد محمد هم پكې شامل دي وژل شوي دي اوپه همدې ورځ په سنگين ولسوالۍ اود لښكرگاه په مربوطاتوكې هم د نښتې په پايله كې پنځه وسله وال ترهگروژل شوي اوشپږنورټپيان شوي دي.

بل لورته په همدې ورځ په خانشين ولسوالۍ كې هم د سرحدي ځواكونو،ملي اردواووسله والوترهگروترمنځ نښته شوې چې په پايله كې يې درى ترهګروژل شوي او۷ نورټپيان شوي دي.

په دې نښتوكې امنيتي ځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى او۲۰ كړى ماينونه هم د ملي اردوځواكونوپه بيلابيلوسيموكې كشف اوشنډ كړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *