خبرپاڼه نيټه: ۱۳۹۳-۶-۶
هغه عمليات چې د تيروڅوورځوراپه ديخوا د گرمسيراوخانشين ولسواليوپه مربوطاتوكې د كورنيوگډوځواكونولخوا ترسره شوي په پايله كې يې تردې مهاله ۳۵تنه ترهگروژل شوي چې د لسوتنومړي يې د جگړې په ډگركې له دوه عرادې موټرسيكلونواويوې پايې مخابرې سره پاتې دي، په وژل شويوكسانوكې د ترهگرودوه تنه وتلي قوماندانان هم شامل دي.
بل لورته د چهارشنبې په شپه د نهرسراج ولسوالۍ اړوند سيمه كې ايساف ځواكونولخوا د هوايي بريد په ترڅ كې د وسله والوترهگرويوسراچه موټر په نښه شوى چې په پايله كې يې د دوه قوماندانانوپه گډون پنځه تنه ترهگروژل شوي دي. د خانشين اوگرمسيرولسواليوپه عملياتوكې امنيتي ځواكونوته كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې