راپور: عصمت الله نصرت

په هلمند کي انوارالقران دينې مدرسې لسګونه تنکي ځوانان د قران د حفظ په ګاڼه سنبال او د يوې درنې او پرتميني غونډي په ترڅ کي يې ټولني ته وړاندي کړل.

ياده مدرسه چي له شاوخوا پنځو کلونو راهيسي په هلمند کي د دينې تعليم په برخه کي هيوادوالو ته د علمي چوپړ وياړ لري؛ د يو سميز سوداګر په شخصي لګښت جوړه سوي ده او هر کال د زده کوونکو د فراغت د مراسمو لپاره د هېواد له بيلا بيلو برخو څخه نوموتي عالمان او خوږ ژبي نعت ويونکي رابولي، چي دا ځل هم د تېر کال په څېر د هېواد د نوموتي، وتلي او منلي عالم مولوي محمد ياسين فهيم او خوږ ژبي نعت ويونکي قاري فضل الدين سراجي ترڅنګ ګڼ شمير نورو پوهانو هم په يادو مراسمو کي ګډون درلود.

د ښاغلي مولوي فهيم صاحب د ارزښتناکي وينا سربيره چي د قران دبنسټيزي موخي، د علم پر مادي او معنوي ارزښت او همدارنګه په ټولنه کي د ځوانانو پرموقف او مسؤليتونو ورټولي وي ګڼو نورو پوهانو هم په خپل وار سره د علم د ارزښت او نورو بيلا بيلو موضوع ګانوپه اړه خپلي ويناوي د غونډي برخوالو ته واورولي.

د يادولو وړ ده چي په دي ورستيو کي په هلمند کي د ديني او عصري پوهې ګراف ورځ تربلي په لوړيدو دی، چي دا مهال د دوو دولتي دراالعلومو او مرکزي دارلحفاظ سربيره ګڼ شمير نوري خصوصي مدرسې؛ څلور پوهنتونونه او شپږ انسټيټيوټونه په هلمند کي فعاليت کوي او د ستر پالونکي زرګونه شکرونه اداکووو چي اوس د ناپوهی تور ټغر خپله لمنه تر ډيره بريده ټوله کړي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *