راپور: عصمت الله نصرت
هلمند، لښکرګاه
په لښکرګاه کي غصب له څو کلونو راهيسي شروع دی خو په دې وروستيو کي د دولتي چارواکو په پراخ ملاتړ سره د غصب ګراف ورځ تربلي په ډېري چټکی سره پورته روان دی.
د لښکر ګاه د ښوونکو په ښارګوټي کي دا دريم تفريحي پارک دی چي د غصب کوونکو له لوري په ډېري زړورتيا سره غصب کيږي چي دوه پارکونه يې مخکي غصب سوي وو او پر دريم يې اوسمهال په ډيري چټکۍ سره کار روان دی.
د يادوني وړ ده چي دا مهال د يادوو سوو پارکونو ترڅنګ د پوهنې اړوند او د ځنګلونو زرګونه جريبه ځمکې د غصب بدرنګي بلا تر خپل ستوني تيري کړي دي.
که چيري دا حالت دوام ومومي د هلمند په ځانګړي ډول د ښار خلګ به له ګڼو اقتصادي او روغتيايې ستونزو سره مخ سي او له بله اړخه به د مسؤلو کسانو دا بې پروايې او ناقانونه کړني د خلګو او حکومت ترمنځ لوی واټن رامنځ ته کړي.