د هلمند ادبي بهیر لخوا د (۲۲/۲/۱۳۹۶) نيټه د هلمندي لیکوالانو د څلورو بېلابیلو چاپ سوو اثارو د مخکتني او ارزوني غونډه ترسره سوه.

یاده غونډه چي د عبدالرؤف بینوا د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه د هلمند ولایت سرپرست والي غلام محي الدین (صدیق) د اطلاعاتو او کلتور ريس فرید احمد (فرهنګ) د هلمند ادبي بهیر مشرتابه او غړو، د پوهنتونو استادانو او ګڼ شمېر لیکوالانو پکښې ګډون کړی ؤ.

د هلمند ادبي بهیر مشر سید محمد (حیرت) مېلمنو ته هرکلی ووایه او د پرانیستونکې وینا پر مهال يي وویل: په تېره یوه نیمه لسیزه کي د هلمندي لیکوالانو لخوا ۱۳۸ بېلابیل اثار له چاپه راوتلي او ترلوستونکو پوري رسیدلي دي.

حیرت وویل: نن مو هم د خپلو لیکوالانو بېلابیل اثار  چي په دا وروستیو کي له چاپه راوتلي، د هغوی د جملې څخه څلور ټوکه انتخاب کړي لکه، د  فرهاد داوري له خوا لیکل سوی اثر (سیاسي اړیکي) د اغا محمد قریشي لخوا ژباړل سوی اثر (فلج سوې امریکا) د دلاور پردېس لخوا (دخالي جېب په نوم) د طنزیه شعرونه ټولګه او د (خوب) په نوم د قیس هاشمي څلورمه شعري ټولګه د ارزوني په موخه د مخکتني غونډي ته وړاندي سوي. حیرت زیاته کړه، ددغسي غونډو څخه دوه مهم هدفونه په لاس راوړلای سو.

لومړی داچي د ځوانو لیکوالانو د هڅوني لپاره دا ډول غونډي ډېري ګټوري تمامیږي، ځکه هغوۍ هڅول کیږي، چي په آینده کي هم خپلو لیکنو ته دوام ورکړي ترڅو نور هم پرمختګ وکړي.

دوهم داچي د مخکتنی او ارزوني په غونډه کي کتن پلاوي چي پر کوم کتاب مخکتنه کوي د نقد ترڅنګ یو شمېر ګټوري مشورې او وړاندیزونه هم د لیکوالانو سره په دې موخه شریک کوي، کچيري،  لیکوال همدا اثر د دوهم ځل لپاره چاپوي او یا هم کوم نوی اثر لیکي د یادو مشورو څخه په ګټه اخیستنه د تېروتنو مخه نیول کیږي.

همدا ډول حیرت خوښي وښودل چي اوس مهال ترډېره بریده، زموږ لیکوالان د نقد اورېدلو حوصله لري او د هر چا سالم نقد ته لبیک وايي.

حیرت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس فرید احمد فرهنګ هڅي بریالۍ وګڼلې او د هغه د همکارۍ څخه يې مننه وکړه.

حیرت تر خپلي پیلنۍ وینا وروسته د غونډي مشرتوب استاد شاه محمود حسرت ته او ویاندويي يي صدیق الله منصور ته وسپارل.

د اطلاعاتو او کلتور ریس فرهنګ په لنډو ټکو کي خپله وینا د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړه او هلمندي فرهنګپالو ته يې ډاډ ورکړ تر څو چي د یاد ریاست په راس کي وي د فرهنګپالو او لیکوالانو سره به په بشپړه توګه همکاري کوي، او دوی ته به د لا پرمختګ زمینه برابروي.

دغه ډول د ولایت مقام سر پرست والي د خپلي وینا پر مهال د هلمند ادبي بهیر فعالیتونه وستایل او د بشپړ ملاتړ ژمنه يې وکړه.

ورپسې د استادانو او کتنپلاو له خوا مخکتني ته د وړاندی سوو اثار په اړه  لیکل سوي مقالې، وړاندیزونه او مشورې په نوبت سره واو رول سوې.

د کتنپلاو لخوا چي یاد کتابونه په دقیق ډول کتل سوي وه ځانګړتېاوي او نیمګړتیاوي به یې په ګوته سوي وې، د لیکوالانو سره شریکي سوې او د لیکوالانو لخوا هم په ډېر غور واوردېدل سوې او د ځان سره يې د یاداشت په ډول واخیستلې.

د غونډي دریمه برخه کي د وړاندي سوو اثارو لیکوالانو په خپل نوبت سره د هلمند ادبي بهیر او کتنپلاوڅخه مننه وکړه.

د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه لیکوالان چي اثار يې د ارزوني په موخه مخکتني ته وړاندي سوي وه د هلمند ادبي بهیر لخوا په ستاینلیکونو ونازول سوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *