احمد شاه پاڅون
دا د قرآنکریم اته ویشتمه نسخه ده چې حاجي بخت جمال توخی یې په لاس کاږي، سره له دې چي تر پخوا د نوموړي اقتصادي حالت کمزوری سوی، سترګي او وجود یې د زړښت خواته نور هم مایل سوی، له خلکو او دولت څخه تر پخوا زیات ناهیلی سوی، بیا هم وروستی په لاس لیکلی قران کریم یې تر نورو ټولو هغو د حجم له مخې ستر، ښکلی او په زړه پوری دی.
۵۶ کلن حاجي بخت جمال توخي اصل د زابل ولایت اوسیدونکی دی، زیاتي دیني زده کړي یې ندي کړي خو د قران د لیکلو سره یې بې حده مینه ده، داسي چي کلونه وړاندي یې د قران په لیکلو لاس پوري کړی. هغه وايي د اوړي په اوږدو ۴۰ ورځو کی به یې یو قران کریم لیکلای سو، خو وروسته داسي یو فکر ورته پیدا سو ، د قران کریم داسي یوه نخسه ولیکلي چي د خلکو پام ځان ته راواړي، هغه هم داسي وکړه، قران کریم یې و لیکه چي د هري کرښي په سر کي یې د الف حرف راغلی وو، دې ډول قران کریم ته هغه د الفي قران کریم نوم ورکړ.
بخت جمال توخي هغه قران کریم ولسمشر کرزي ته ډالۍ کړ، هغه ور و غوښت یو په یو مجلس یې ورسره و کړ، سل زره افغانۍ جایزه یې ورکړه او ژمنه یې وکړه چي یاد قران کریم به ملي ارشیف ته سپاري ددې تر څنګ یې نومړي ته میاشتنی افتخاري معاش هم و ټاکه ،معاش خو یې و نه لید مګر په خپل ولایت کي یو شمېر کسانو په دې جرم و ټبوی چي کرزي ته یې ولي قران کریم ډالۍ کړ. وروسته توخی اړ سو هلمند ته کډه وکړي.
مهمه دا ده چي تر دې ټولو ستونزو وروسته هم د ښاغلي توخي د هوډ څلی لا هسک ولاړ وو. هلمند کي یې هم ګڼ ستر الفي قران کریمونه ولیکل، چي د یو متر شاوخوا حجم یې لاره، په وینا یې د بیلابیلو اسلامي هیوادونو مشرانو ته یې د سفارتونو له لاري لیږلي، لکه د سعودي پاچا ملک عبدالله، د اردن پاچا، د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل او د متحده عربي اماراتو پاچا شیخ محمد.
له بده مرغه چي تر اوسه یې د نوموړو لخوا هیڅ ځواب، لیک او خبر ندی تر لاسه کړی، توخي وايي باوری دی چي د نومړي لیږل سوي قران کریمونه ټاکلو کسانو ته ندي رسیدلي.
توخي اوس د لښکرګاه په یو کنډواله کور کي ژوند تیروي، هغه وايي خپل کور نلري په کال کي ارو مرو دوه درې ځایه کډه باروي، دی کومه ځانګړې دنده نلري د کور او ژوند ټوله تکیه یې پر دوو ځوانو زامنو ده.
څنګه چي پر ښاغلي توخي د مایوسۍ او ناهیلۍ توپانونه راروان دي، په هم دې کچه یې هوډ او حوصله لا پسي پولادي کیږي، هغه یوازي په څلورو میاشتو کي یو بل قران کریم و لیکلی چي تر ټولو یې حجم ستر دی، یاد قران کریم چي پرانستی وي اوږدوالی یې دوه متره ته رسیږي، بر یې یو متر او ۲۳ سانتۍ دی، د لیک پنډوالی یې ۴ ملۍ ته رسیږي او وزن یې په دقیق ډول ۳۱ کیلو او ۵۰۰ ګرامه دی.
ښاغلي بخت جمال توخي چي په خپل کور کي کومه کوټه د قران کریم د لیکلو لپاره ځانګړې کړې ډیره کوچنۍ او تاریکه ده، د نیم متر په اندازه کړکۍ ورته رڼا ورکوي، په منځ کي یې فلزي میز ایښي ورته یوه څوکۍ پرته ده او ورباندي یاد قران کریم ایښی دی.
تر دې مهاله د اطلاعات او کلتور ریاست په ګډون هیڅ کس یا ارګان د نوموړي د هڅوني یا تشویق په موخه کوم ګام ندی پورته کړی.
چي کله له بخت جمال توخي رخصتیدم د ژوند دوه ستر ارمانونه یې رایاد کړه :
لومړی : غواړم د نړۍ د ستر قران کریم په لیکلو سره نړیوال ریکارډ ټینګ کړم او دا ویاړ د خپل افغانستان په برخه کړم
دوهم : که الله راته یو خټینه مېنه راکړي.
دعا
توخي بابا ته دعا کوو چې الله تعالی دې د ده ارمانونه پوره کړي!
له چارواکو او په ټوله کې له بندګانو وار تېر دی
الله تعالې دې وکړي چې توخی بابا مو بې ارمانه لاړ نه شي