رحيم خان شيدا

که رشتيا ووايم له ګيلې او شکايته مې ډير بد راځي، ځان ټيټ او کمزوری راته ښکارې، خو نن چې هر څه ليکم، بيخاره يې ليکم، غیرت يې بولی که بې غيرتي، که بد ښکارم که ښه، خو ليکم يې.

په تاريخي زمينداور کښي را لوی شوی داوري مي ملګری دی، د ملګري سره سره، په يو شمير سياسي مسايلو کښي د نظر اختلاف هم لرو. خو دغه د نظر اختلاف مو له نورو څخه په استثناء د دښمنۍ تر کچي نه دی رسيدلی، همدا اوس هم د ګوند د اکثریت ملګرو په پرتله له ګوند سره د مادي او معنوي همکاريو او اړیکو پاللو کښي ساری نه لري. زه چي کله د ميک تر شا د خپروني د وړاندي کولو په موخه کښينم او يا هم په راډيو کي د نورو ملګرو راپورنه اورم، نو ښاغلی کامل داوري مي سترګو ته نيغ دريږي. داوري و چي په لومړي ځل يې په هلمند کښي د ژورناليزم ښوونيز مرکز پرانيست او په هلمند کې يې دبيان دازادۍ دغوړيدا په موخه په لسګونه ځوانان يې ټولنې ته وړاندې کړل چي دا دی اوس يو يو تيغ وهي او ګل کوي ګلان خو طبعي ده چې سيمه ښايسته کوي . داوري يواځي د ښوونيز مرکز په پرانيستلو بسنه ونه کړه، سمدستي يې د اوسني ژورناليزم لارښود په نوم کتاب چاپ کړ او خپله يې هم د هلمند او ننګرهار د ملي راډيو ټلويزونونو تر څنګ په غيري دولتي رسنيو سمون او تمدن کښي د ژورناليزم سپيڅلې دنده د يو رښتني ژورناليست په صفت تر سره کړه. دواري په ۱۳۷۵ل کال کښي مکتب د خپل پلار الحاج هيبت الله خان په مرسته راپيل کړ او په ۱۳۸۷ کال کښي د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو. د پوهنتون څخه تر فراغت وروسته يې په هلمند پوهنتون کښي په داسي حال کښي د استاد په صفت په تباشير ګوتي سپيرې کړې چي د پوهيالي تمغه يې هم پر ټټر ځوړند شوي وه. نوموړی په پوهنتون کښي د استادي تر څنګ د ځينو کتابونو په ليکلو مصروف دی، همدا اوس يې ځيني ناچاپ اثار:

– د پښتو ادبياتو په اوسنۍ دوره کښي پښتو پالنه.

– د شخصيت وژني مخنیوی او د عبرت کرښه.

– پاته مينه ناول

– د بم شپه ناول

– د هلمند دودونو ته کتنه.

– پياوړی ويناوال.

– پر زمریانو د ګيدړو ناول.

– او شکېدلی پيزوان د لنډو کيسو ټولګه یې د چاپ لاري څاري.

کامل مکمل ځوان دی، د ځوانۍ یوه کامله جذبه ورسره ملګرې ده، د وطن د مور د يو اصيل، ژمن او وفاداره زوی په توګه يې، خپل ځان، خپل ايمان، خپل تعهد او د پوهني په برخه کښي خپل د مبارزي سنګر ثابت کړی. اوس نو موږ ته بويه چي د پوهيالي کامل داوري پر پله پل کښيږدو او خپل د مبارزي فکري سنګرونه ثابت کړو.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *