د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
2014.6.27
تېره یوه اوونۍ، په هلمند ولایت کې د سنګین ولسوالۍ په شمول یو شمېر سیمې، د بهرنیو پوځي او استخباراتي کړیو، په مخامخ ملاتړ، د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې وې.
په دې بریدونو کې، د ملکي خلکو په ګډون یو شمېر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دا بریدونه، د بهرنیو استخباراتي او پوځي کړیو په لارښوونه، په سیمه ییزه کچه د افغانستان د ملي حاکمیت د تهدید په موخه تنظیم شوي وو.
د افغانستان مېړني وسلوال پوځ، سیمه ییزې حکومتوالۍ او ملاتړي ولس، د دې شرموونکي برید په ځپلو سره، د وطن د دفاع لپاره خپله تلپاتې ژمنتیا ثابته کړه.
دا برید، د ټاکنو د کامیابې پروسې تر سرته رسیدو وروسته، په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت د خلکو د بې باوره کولو لپاره د دښمن لومړنۍ مهمه هڅه وه، چې له نېکه مرغه له شرموونکې ماتې سره مخ شوه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د هېواد له ملي واکمنۍ څخه، د ملي پوځ، سیمه ییزې حکومتوالۍ او زړور ولس دفاع ستایي او د هلمند په جګړه، د خپلو شهیدو سرتېرو، ملکي وروڼو او خویندو پاکو ارواوو په فردوس جنت کې ځای، ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او خواخوږو ته یې، د زړه صبر غواړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د هلمند په جګړه کې، د متصخاصمو بهرنیو پوځي او استخباراتي کړیو مخامخ ونډه په کلکه غندي او له خپل مېړني وسلوال پوځ سره، د ولسونو د پراخ ملاتړ په ډاډ څرګندوي، چې: ((هېڅ دښمن به د دا ډول بریدونو په تنظیم او ملاتړ د افغانستان د مقدس قلمرو، ملي واکمنۍ او ستر ملت د ګواښلو وس پیدا نه کړي.))
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، جلالتمآب عبد الخالق فراهي، د هلمند سیمه ییزې حکومتوالۍ ته، په جګړه کې، ملکي خلکو ته د پېښو شویو زیانونو د عاجلې څېړنې او ارزولو هدایت کړی دی.
دا اداره، له اړوندو وزارتونو او نړېوالو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه د جکړې له کبله، له متاثرو ملکي هېوادوالو سره، د لازمو همکاریو او مرستو پر همغږۍ کار کوي