تاند- افغان چارواکو د هلمند په سنګین کې د تېرې اوونۍ په بمبارۍ کې د دوو کورنیو د ۲۲ غړیو وژل کېدا تایید کړه.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته افغان او امریکايي الوتکو د سنګین پر درو کلیو بمباري وکړه او ویې ویل چې هغه کلي یې ویشتي چې طالبان پکې ځای پر ځای ول او پر افغان امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.
خو وروسته له دې چې د سیمې مشرانو وویل په برید کې ملکیان وژل شوي، د هلمند چارواکو د هغوی ادعا رد کړه. اوس د هلمند د امنیتي چارو لپاره د ولسمشر استازی جبار قهرمان تاییدوي چې په برید کې ۲۲ ملکیان وژل شوي دي.
قهرمان وویل، په وژل شویو ملکیانو کې ۱۳ تنه د یوې کورنۍ غړي دي او ۹ د بلې.
د سنګین یوه اوسېدونکي حمید ګل وویل چې د ده د مور او خور په شمول د کورنۍ ۹ تنه وژل شوي دي.
د امریکا د پوځ یوه ویندوی بیل سالفین وویل چې د حملې په اړه په دقت څېړنه کوي چې ایا په رښتیا هم ملکي وګړي وژل شوي او که نه دي.
ده وویل چې تحقیقات لا روان دي او بشپړ شوي نه دي.
په همدې حال کې ویل شوي چې په سیمه کې ټولټال ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور وسله وال طالبان دي.
the above picture is not from sangeen/
mybe east afghanstan picture,thank you
زموږ اکثره عکسونه د اصلی پېښې نه وي.
محمد رسول خامی بیا څه وای؟
محمد رسول ځاځي وویل، طالبانو د سیمې اوسېدونکي مجبوره کړي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا وکړي.
ځاځي زیاته کړه«دا د طالبانو عادت دی، کله چې دوی ته درنه مرګ ژوبله واوړي، دا ډول ادعاوې کوي. خو په حقیقت کې په خپله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»
د سنیګن ولسوالي څو تنو ویلي چې پر توغي، مټه لکړه او چیناري کلیو د بمبارۍ په نتیجه کې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ماشومان او ښځې شاملې دي.
په اخر کی محمد رسول ځاځی ته وایم که په رښتیا سره ځان ته افغان او یا جنوبی وال وای، نو اوس باید په خپله ځان څارنوالی او محاکمی ته معرفی کړی
دملکی وګړو مرګ ژوبله که دترورستانو لخوا وی او که دحکومت لخوا وی د بښلو وړ نه ده
دخدای په آمان
عبداله ۲
ای رسنیو تاسی ولی حقیقت نه وایی دولتی یا نا دولتی چا رواکی د خپلو شخصو کټو په خاطر زیات درواغ وایی تاسی ولی د دمظلوم کسانو فشتنه نه کوی چی حقیقت خه دی دا به تر کومه وخته دا حالت روان وی او تاسی هم د هغی ساحی معلومات په صصح دول چاته نه وړاندی کوی یوخل مهربانی وکړی د هغی ساحی خخه لیدنه وکړی چی د شپی په ۱:۲۰ دقیقو
(بی پنچاو دو او چتو ) امریکا یی ا لوتکو په بمبار کی دخاورو سره خاورو شو دا د شهید حاجی فدامحمد کورنی وه چی د کور یولس غړیی په کی شهیدان شول تر تولو دریدونکی خبره خو داوه چی هغه کوچنی ماشومه انجلی چی کله د خاورو خحه را واستله نو دهغه دا کوچنی لاسونه منګلی د خپلی مور د سر په ور ښیتانو ډکی وی چی ډیر لغتی او خلپلکی یی تر خاورو لاندی کړی وی او شیهده شوی وه نو تاسی به په ورځ د اخرات څه جواب وایی الله ته چی تا سی هم په دغه درواغو کی ورسره شریک یی اخر ولی دا بمبمار وشو چی په دغه لار طلبان ځی اوراځی نو زه ستاسی شاغلیو او راغلیو نه پشتنه کوم چی اصلی مرکزونه یی په کوټه کی دی او کومک څوک ورسره کوی تولو ته معلوم دی نو بیا بمبار د غریب په کور کیږی وایی چی طالب وو او زموږ رسنی هم ورسره ډیر په لوړ اوز باندی دا خبره زمزمه کوه چی تروروستان ووزل شول حقیقت نه وایی دا لله نه نه ډایرږی
د هغی کوچنی ماشومی د کوچنییو منګلو او غلبلو جواب به هم ووایی ؟ مونږ خیر که وږول کیږو زکه چی غریبانو یو دوزر ریس اووکیل دزوی غم بیا ډیر دروند دی غریب پروا نه کوی که مړ کیږی مړ دی شی !!!!!!!!!!!!!