هلمند

تاند- د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کې یوې انتحاري حملې نن /سې شنبه/ لږترلږه یو تن وژلی او یو شمېر نور ټپیان کړي دي.

د پېښې د هدف او د ټپیانو د شمېر په اړه د هلمند چارواکي ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.

د هلمند د والي د ویندوی په وینا انتحاري د ښار په درېمه امنیتي حوزه کې یوه کور ته ننوت چې افغان خاص استخباراتي ځواکونه پکې اوسي.

د عمر ځواک په وینا په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او ۹ نور ژوبل شوي دي.

ده وویل چې په ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.

خو د هلمند امنیه قوماندان دا خبره رد کړه چې په کور کې امنیتي یا استخباراتي کسان اوسېدل.

پولیس وايي چې ۷ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په هلمند کې دا ډول بریدونه یوازې طالبان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *