خبرپاڼه نيټه: ۱۳۹۳-۳-۵
په هلمند كې د هوايي بمبارپه ترڅ كې ۱۳ ترهگروته مرگ ژوبله واوښته
ياده شوې پيښه د دوشنبې په شپه شاوخوا نهه بجې د موسى كلا ولسوالۍ د مشهدانود كنډوپه سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوې كله چې وسله وا ل ترهگرراټول شوي اوپرامنيتي پوستويې د بريدونوپلان درلود چې د ايساف ځواكونولخوا ورباندې هوايي بريد ترسره شوى دى.
په دې بريد كې ۱۱ تنه ترهگروژل شوي اودوه نورټپيان شوي اوملكي وگړوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
ياد شوى بريد د ترهگروپه اړه د خلكود معلوماتوپربنسټ او دولتي ځواكونوسره په همغږى ترسره شوى دى.