تاند- په هلمند ولایت کې د ناامنیو له کبله ۱۲۰ ښوونځي بند شوي او د پوهنې وزارت هڅه کوي چې بېرته یې پرانیزي.
اوږدو جګړو د افغانستان د جنوب لوی اکثریت له تعلیم او زده کړو محروم کړی دی.
د هلمند د پوهنې رييس وویل، په نوي تعلیمي کال کې به، چې دوې اوونۍ وروسته پیلېږي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي پرانستل شي.
ده د ښوونځیو د بندېدو علت له ناامنیو او جګړو سره تړلی وباله.
د هلمند د پوهنې ريیس وویل چې د ښوونځیو بیا پرانستل کېدا به زرګونو هلمندي ماشومانو ته د زده کړو امکان برابر کړي.
د هلمند ولایت په ۲۵۲ ښوونځیو کې یو لکو ۶۳ زره زده کوونکي درس وايي چې د هغو په منځ کې ۳۳ زره نجونې دي.
د هلمند ولایت پراخوالي، چې د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی، او د یو نیم او دوه ملیون ترمنځ نفوس ته په پام سره د دغه ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر ډېر لږ دی.
وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول د هلمند د خلکو له راتلونکي سره لوی زیاتی کړی دی. طالبانو په تېرو کلونو کې ښوونځي سوځول، خلک یې له تعلیم او زده کړو محرومول خو اوس د دوی له لوري جګړه د هلمند د خلکو د تعلیم خنډ ده.