خبریال: عادل- ځايي امنيتي مسؤلان وايي، درې تنه يې نيولي دي چې د لښکرګاه ښار د کارت لګان په سيمه کې يې يو ولسي وګړی وژلی دی.
سمونوال پاچاګل بختيار، چې د هلمند د امنيت امر دی، رسنيو ته وویل: يو تن چې د لښکرګار ښار کارت لګان سيمې ته راغلی و، چې د ده په خبره له سيمې نادرکه شو، چې د شپې له تېرېدو وروسته يې مړی د لښکرګا ښار په مربوطاتو کې وموندل شو.
پاچاګل بختيار وايي، چې د ياد وګړي د وژل کېدو په تور يې درې تنه نيولي دي چې دا ګړۍ څېړنې ترې روانې دي.
بل پلو د هلمند استناف څارنوالۍ يو تن څارنوال اسدالله باوري پر خپله فېس بوک پاڼه ليکلي دي چې له څېړنو وروسته څرګنده شوې ده چې امنيه قومندانۍ له لوري درې تنه نيول شوي کسان پوليس دي او دوی پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
په دې وروستيو کې د نور هېواد ترڅنګ په هلمند کې هم مرموزې وژنې ډېرې شوي دي چې خلک يې ډېر اندېښمن کړي.
خلک له امنيتي چارواکو غواړي چې د ښار ترڅنګ دې د سيمې ټينګ امنيت ونيسي او د مرموزو وژنو مخنيوی دې وکړي.