د هلمند ادبي بهیرلخوا د اوربند دغځېدو او سولې په ملاتړد روان (۱۳۹۷) کال د غبرګولي په ۲۷مه ځانګړې مشاعره په داسي حال کي ترسره سوه، چي د مرکز او ولسواليو لسګونه شاعرانو او ګڼ شمېر د ادب مینه والو ګډون درلود.
یاده مشاعره د کلام الله مجید د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه.
د هلمند د ادبي بهير سیدمحمد حیرت د مشاعري پرانیستونکې وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کي د افغان ولسمشراو طالبانو له مشرتابه څخه د اوسني اوربند له امله مننه وکړه. خو د منني ترڅنګ يې د جګړې پر ښکېلو غاړو ږغ وکړ، چي یاد اوربند تر هغو وغځوي ترڅو د سولي بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره سي.
همداراز نوموړي وویل: دا چي سوله يوه اسلام اوملي وجيبه ده او د ټولني هروګړی مسؤلیت لري چي بايد د سولي لپاره هڅه وکړي او خپل مسؤلیت په ښه دول ترسره کړي، خو د شاعرانو مسؤليت د عامو خلګو په پرتله زيات دی ځکه شاعر د ټولني هنداره ده، څه چي حقيقت وي هغه بايد وښيي، دا چي شعر د احساس او عاطفې زېږنده دی نو طبعي خبره ده چي د اورېدونکو پر احساساتو ژور اغېزه پرېباسي او بل دا چي شعر د پيغام رسولو لپاره یوه ښه وسيله ده شاعران کولای سي د خپل هنر او خوږې ژبي په مرسته د سولي پيغام په اسانۍ سره وليږدوي.
ورپسې د مشاعرې لړۍ پیل سوه، چي د مرکز او ولسواليو شاعرانو په يوه سلا په خپلو شعرونو او حماسي ترنمونو کې د هنرپه ژبه د سولي پیغامونو د وړاندي کولو ترڅنګ، له حکومت او طالب وسله والو څخه د اوسني اوربند د دوام او د دايمي سولې غوښتنې وکړې چې ورته ناستو ګډونوالو يې توده بدرګه وکړه،
د مشاعرې په پای کې هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان وويل: د شاعرانو شعرونو سخت اغېزمن کړ او شاعران دي، چې د ملت درد تر ټولو ښه اوپه بې طرفه توګه بيانوي.
جنرال ياسين خان د حکومت په استازيتوب د سولې او اوربند د دوام غوښتنو ته د لبیک ډاډ ورکړ او هيله يې وښوده، چې وسله وال طالبان به هم د ملت او شاعرانو غوښتنو ته احترام وکړي او وبه يې مني.
یاده مشاعره دشپې ناوخته په هیواد کي د تلپاتي سولي په دعا سره پای ته وسېده.