د دغه ولايت د روانو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر کورنۍ بې ځايه شوې او بېلابېلو سيمو ته کډه شول، چې د سرپنا د نه لرلو سربېره له د ژوند د بېلابېلو لومړنيو اړتيا ته زياته اړتيا لري.

په هلمند کې د سيستاني د سيمې خلک چې په روانو عملياتو کې بې ځايه شوي دي وايي، سرپنا لا څه چې خوړن توکي نه لري، دوی په ډېره هېله منه لهجه د لومړنيو مرسته غوښتنه کوي.

د دغه سيمې اوسيدونکو انتخاب ويب پاڼې ته وويل، يوازې دا نه چې له جنګه ستړي دي بلکې روانه جګړه د دې لامل شوې ده چې دوی د خپلو اولادونو لپاره د ماښام ډوډۍ هم نه لري

بل پلو د مارجي ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې، د سيستاني او تريځ ناور له سيمو نږدې ۲۰۰ د جګړې له امله بې ځايه شوي دي، چې ډېری يې خپلوانو کره تللي دي.

احمد شفيع سوله مل چې د مارجې ولسوال دی هم مني چې د سيستاني بې ځايه شوې کورنۍ د خوړن توکو ترڅنګ د ژوند نورو توکو ته هم اړتيا لري.

سوله مل وايي، د افغاني سرې مياشتې لخوا دا مهال له ۹۰ بې ځايه شويو کورنيو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه، چې پکې خېمې، ترپالونه، د اوبو ډبې او نور توکي شامل دي.

بل پلو په هلمند کې د افغاني سرې مياشتې مشر ډاکټر اسدالله مايار په سيمه کې خبريالانو ته وويل، دوی هڅه  کوي چې د جګړې له ټولو بې ځايه شويو کورنيو سره د اړتيا وړ مرسته وکړي.

هغه وايي، دا مهال د دوی له پلټنې سره سم له ۹۰ کورنيو سره مرسته کوي.

مايار وويل په روانو عملياتو کې د هلمند په شمال او جنوب کې ګڼې کورنۍ بې ځايه شوي دي چې دوی به ډېر ژر د خپلو پلټنو له ترسره کېدو وروسته له دوی سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرته وکړي.

د ذوالفقار په نوم عمليات چې له نږدې درې اونيو راهيسې په هلمند کې روان دي ويل کيږي چې په دغه عملياتو کې لسګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي چې د ژوند تېرولو لپاره له د سر سيوری او د ژوند له لومړنيو اسانتياو څخه بې برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *