تاند- چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو پر یوه محبس حمله وکړه او تر ۲۵ زیات بندیان یې خوشي کړل.
د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو چارواکو نن /یکشنبه/ وویل، په دې حمله کې، چې تېره شپه په نوزاد ولسوالي کې وشوه، افغان او بهرنیو خاصو ځواکونو تر ۲۵ زیات اسیران د طالبانو له بنده راخوشي کړل.
د دوی په وینا په خوشي شویو کسانو کې د ۴ ماشومانو، چې تر ۱۲ کلونو کشران دي، ۲ پولیس هم شامل دي.
د ملي اردو یوه ویندوی عبدالقادر بهادرزي وویل چې په نوزاد ولسوالي کې خوشي شوي کسان طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په شک او یا په دې خاطر نیولي ول چې خپلوان یې د پولیسو او اردو په لیکو کې دي.
د هلمند د والي ویندوی عمرځواک د خوشي شویو کسانو شمېر ۲۷ تنه وښود.
ځواک وايي، د خوشي شویو کسانو د پېژندلو لپاره تحقیقات روان دي. خو د میوند قول لردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزی وايي چې ۴۱ تنه بندیان خوشي کړای شوي دي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د بندیانو خلاصون تایید کړ، خو ویې ویل چې دا کسان په جنايي تورونو لکه غلاوو، قتلونو او تښتونو نیول شوي ول.
تر دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په بېلابېلو سیمو کې څو ځلې د طالبانو له بند څخه بندیان خوشي کړي دي.