تاند- د هلمند ولایت په ناومېش ولسوالي کې نن /یکشنبه/ د سړک د غاړې په چاودنه کې لږترلږه ۶ لارویان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

پېښه هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر د ناومېش په ګردک سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو.

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او د هغه مور و پلار هم شامل دي.

ټول وژل شوي کسان ملکیان دي او له هلمند څخه کندهار ته روان ول.

د هلمند د ولایتي شورا غړي او امنیتي چارواکي وايي چې ماین د ناومېش ولسوالي لپاره د طالبانو ځانبولي ولسوال نعیم ایښی و.

پرون /شنبه/ د غزني په مقر ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې ۷ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، چاودنه د غزني ولایت مرکز غزني ښار ته نژدې په عمومي سړک هغه مهال وشوه چې ماشومان د لوبو په ترڅ کې پر ماین وختل.

ده زیاته کړه«دا ماین وسله والو طالبانو پر عمومي سړک امنیتي ځواکونو ته ایښی و.»

تېره میاشت په لوګر ولایت کې ۷ ماشومان ووژل شول او ۱۰ نور په لغمان کې د هاوان د ناچاودلې ګولۍ د چاودنې په نتیجه کې ژوبل شول.

د ملګروملتو د راپور پر اساس په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې د ۹۰۰ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکیان ووژل شول او ۷۰۰ نور ژوبل شول.

له بلې خوا نن /یکشنبه/ د کابل په دارالامان واټ کې چاودنه وشوه.

شاهدان وايي چې دا چاودنه د مقناطیسي بم وه چې په یوه موټر پورې نښلول شوی و. موټر سوځېدلی خو د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *