ارشیف

تاند- وسله والو طالبانو نن په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې لږترلږه ۱۰ پولیس وژلي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانش د راپور له مخې، په هلمند کې د ګډې همږغۍ د دفتر مسوول محمد اسماعیل هوتکي وویل، طالبانو په سنګین ولسوالۍ کې د پولیسو پر لسو پوستو بریدونه وکړل، درې پوستې یې ونیولې او حملې ته یې دوام ورکړ.

د هوتکي په وینا په دې حملو کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

خو د سنګین مرستیال امنیه قومندان حاجي باري وايي چې د ۱۳ پولیسو مړي یې موندلي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

باري وویل:«په سلو کې اتیا پوستې زموږ په کنټرول کې دي او اوس په دوو پوستو کې له طالبانو سره نښته روانه ده.»

ده دا هم وویل چې د حمله کوونکو طالبانو شمېر زیات دی او خپل ټول وس کاروي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د هلمند په مارجې او د اروزګان په دهرات ولسوالیو کې هم نښتې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *