نن د فبرورۍ ۲۲مه ماسپښین مهال په هلمند کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتو له لورې د همدې بوهنتون په انګړ کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په شانداره مراسمو و لمانځل سول. په دې مراسمو کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتو پر رئیس، مرستیالانو، استادانو او زده کړیالانو سربیره په سلګونو دولتي چارواکو، د مدنې ټولنې فعالانو، لیکوالو، شاعرانو، میرمنو او ځوانانو ګډون کړی و.

د اراکوزیا خصوصي پوهنتون رئیس قدرت الله یعقوبي د غونډې په پیل کې د غونډې پرانیستونکې وینا وکړل، وروسته د مورنۍ ژبې په اړه ویناوې وسوې او مقالې ولوستل سوې، د یادولو ده چې په دې ارزښتناکه غونډه کې دوو میرمنو هم خپلې مقالې ولوستلې، په غونډه کې د شعرونو برخه هم پياوړې وه، شاعرانو خپل شعرونه د مورنۍ ژبې پر اهمیت او د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه جوړ کړي وو.

په غونډه کې پر تمسیلې ټوټو لوبولو سربیره ، د بُست خصوصي لیسې د ماشومانو د ترانې ټيم د مورنۍ ژبې په اړه ترانه وویل، دا پراخه غونډه په زړه پورې او شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ، د یادولو ده چې دا لومړی ځل دی چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په هلمند کې د یوه خصوصي پوهنتون له لورې په دا ډول شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.

د غونډې د ټولو ویناوالو او مقاله ویوونکو په مقالو او لیکنو کې د مورنیو ژبو پر پلې کېدا او په ښوونځیو کې ماشومانو ته دهغوی په مورنیو ژبو د تدریس حق او د زمینې د برابرۍ غوښتنه وسوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *