تاند- دوو تنو، چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، نن /چهارشنبه/ په هلمند کې د ناټو دوه پوځیان وویشتل.
ناټو د دې پېښې په اړه زیات جزییات څرګند کړي نه دي خو ویلي یې دي چې دواړه حمله کوونکي د ناټو د نورو ځواکونو له لوري په ځوابي ډزو ووژل شول.
ناټو په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، دوو تنو چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې په تن و، د ناټو ځواکونو پر یوه نقلیه وسیلې ډزې وکړې، دواړه د ناټو پوځیانو په متقابلو ډزو ووژل شول.
ناټو د خپلو وژل شویو پوځیانو د نوم او ملیت په اړه څه نه دي ویلي. دا یې هم نه دي ویلي چې پېښه چیري شوې ده. خو دا یادونه یې کړې چې حمله کوونکو د افغانستان د ملي اردو یونیفورم اغوستی و.
د حملې انګېزه هم تراوسه پوري نه ده څرګنده شوې خو ګومان کېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې به د طالبانو نفوذي کسان ول.
تر دې وړاندې د سږ کال په اپریل میاشت کې یوه افغان سرتېري د ننګرهار د والي په دفتر کې یو امریکايي پوځي ویشتی و.