سرخط ورځپاڼه
بريالی وياړ
له هلمنده د استخباراتو د کورنۍ داسې يو ځيرک جنرال تبديل شو چې د جګړې توپاني څپو ته يې خپله سينه سپر کړې وه، دفاع يې وکړه. د هلمند د ملي امنيت د رييس تورن جنرال محمد ياسين خان تبديلي د ولايت په ولسي ځوانانو، پوځيانو، ولسي مشرانو او ټولو کې د خپګان انګېزې خپرې کړې. 
د ياسين خان بدلون له کابله پر هلمند يو ناخوښی بدلون و چې يو مخ يې خلک خواشيني کړل. هغه پر داسې مهال د جګړې په دې تاوده ولايت کې په کار پيل وکړ چې يوازې د سقوط او سختې وېرې احساس پر سيمه خپور و. له خلکو ژوند، له ژونده خلک ورک وو. هر چا هڅه کوله، د ځان د ساتنې لپاره يوه خوندي ځای ته پنا يوسي.

ښاغلي ياسين په هلنمد کې څو بنسټي کارونه وکړل، ځکه يې په ټول ولايت کې مخالف پيدا نه کړ او هر سړی يې بې له شناخته له ماموريته راضي و.
د هغه اول کار دا و چې د ملي امنيت اداره يې د يوې استخباراتي او مسلکي پوهې له مخې تنظيم کړه او داسې يو پلان او سټراټېژي يې ورته جوړه کړه چې هر افسر او کارمند يې خپلې دندې ته متوجې کړ.

د ملي امنيت له ادارې څخه يې د دباندې دسيسه‌ګرو لاسونه پرې کړل، ناقانونه مداخلې يې بندې کړې، نور څوک د ژېړې بوشکې په تور نه طالب کېده چې بيا بېرته په پيسو را خوشې کېده. د لومو او دسيسو برنامې يې قطع کړې، له کره شواهدو پرته نه څوک ترهګر کېده، نه ترهګر د پيسو په بدل کې خوشې کېده. 
ياسين خان د ملي امنيت اداره په داسې يوه مسلکي او استخباراتي ټېم بدله کړه چې خپل کارمندان يې هم ورته حيران دريان وو. هر سړی ملي امنيت ته ورتلای شوای او د هر سړي مشکل اورېدل کېدای شوای. پر هلمند د ور سپرو جنګي او خطرناکو سياسي سېلابونو مخه يې په يوه مسلکي فکر او هنر سره ونيوله.

د پاکستان له لوري د هلمند د سقوط خوبونه يې حقيقت ته پرې‌نه‌ښودل. له سخت مقاومت وروسته يې د هلمند د سقوط کېدو جګړه وګټله او پنجاب ته يې موقع ور نه کړه چې د لښکرګاه ښکلې ودانۍ په کنډوالو بدلې او بيا په لکونه کسان کډوال شي. 
له ځان سره يې د کشف او استخباراتو يوه ځيرګه ډله راوستلې وه. له ادارې راواخله د جګړې تر مورچې ټول کارونه يې د ښه مهارت له مخې تنظيمول. د کاغذپرانۍ پر ځای يې کمپيوټري اسانتيا را منځ ته کړه، باظرفيته کسان يې پر دندو وګومارل. 
دا جنرال چې هر څومره توصيفېږي، دغومره يې ځانګړنې را څرګندېږي. کله چې د ده د تبديلۍ خبرونه خپاره شول، د هلمند ځوانانو وپتېيله چې د ښار کوڅو ته لاريون وباسي او له کابله وغواړي چې دا سړی بېرته پر خپله دنده پرېږدي، خو بېرته د همدغه جنرال له لوري د دغو ځوانانو استازيو ته د لاريون د نه کولو قناعت ورکړل شو چې دولتي چوکۍ تل تر تله نه وي او دی د کابل امر ته ژمن دی.

د هلمند ولايتي شورا، ټولنيزو شوراګانو او تر پارلمان پورې وکيلانو د ده له تبديلۍ سره مخالفت وښوو او هڅه يې وکړه چې مخه يې ونيسي، خو بېرته به ده قناعت ورکاوه چې مرکزي حکومت په خپل کار ښه پوهېږي، پرېږده چې هغوی پرېکړې وکړي، موږ به يې پلي کېدو ته غاړه ږدو. 
له ياسين خان سره چې په دې اړه هر څوک غږېدلی ده همدا خبره يې ورته وکړې چې ښه دی، په بل ولايت کې به هم خدمت وکړم او ښه دی چې له هلمنده په همداسې خوشالي رخصت واخلم.

د ياسين خان بله ښه ځانګړنه دا ده چې په هيڅ تنظيم پورې تړلی نه دی. د قومي اختلافاتو او تعصبونو سخت مخالف دی. د وطن ملي ارزښتونو ته ژمنتيا لري او افغانستان تر هر شي ورته ګران دی. ډېر دروند، او مهربان افسر دی. په ټول هلمند کې د ساري په توګه هم څوک نه‌شي ويلای چې چا ته يې دسيسه جوړه کړې وي، يا يې بېګناه سړی د مجرم په توګه د تورو تيارو شا ته اچولی وي.

څو ځله په هلمند کې د ولسي مشرانو او ځوانانو له لوري ستايل شوی او د ده خدمتونو ته ټولنې درناوی کړی دی. پر شنه سهار يې کار پيلاوه، تر نيمې شپې يې کار وه. د هلمند د سختو جګړو پر مهال يې څو شپې پرله‌پسې خوب و نه کړ. 
دلته پاکستان او ايران د جګړې داسې تنور باندې کړی و چې لمبې يې د اسمان کنګرو ته رسېدلې وې. په ټول قوت سره يې هڅه وکړه چې دا ولايت يو وار حتماً د ياغيانو منګلو ته واچوي او امريکا ته زمينه برابره کړي چې له پاسه بمونه پرې وغورځوي. د هلمند جګړه عادي نه وه. يوه ډېره ستره او پېچلې جګړه وه. د حکومت په وجود کې ننوتې مافيا او د هلمند قاچاقبرو خپل ټول توان له ترهګرو سره شريک کړ چې ولايت سقوط کړي، خو دغه ارمان يې خاورو ته يووړ.

د دې په مخنيوي کې د ټولو اړوندو حکومتي ادارو نقش مهم و، خو تر ټولو ډېر مهم يې د ملي امنيت د ادارې رول و چې هم يې ځانګړي ځواکونه په مخامخ جګړه کې ښکېل وو، د ښار امنيتي کمربند يې ساته او ها خوا ته يې استخباراتي او اپراټيفي هڅې روانې وې. 
ما په هلمند کې ډېر حکومتي مسوولان وپېژندل چې د ګټو پر وخت ښه ډېر دلته ګرځېدل راګرځېدل او جېبونه يې ډکول، خو کله چې د ترهګرو له لوري د ښار د نيولو تبليغاتو زور ونيو، اکثريت يې په يوه او بله بهانه کابل ته ولاړل او چا په نورو ځايونو کې ځانونه پټ کړل. جګړې ته د ملي امنيت، ملي پوځ، ملي پوليسو او سونګوريانو په شمول محلي پوليس ور پاتې شول.

د هلمند د ساتنې لپاره ښاغلي ياسين خان ډېرې شپې تر سهاره رڼې کړې. ډېرې سرګردانۍ او ستړياوې يې وګاللې. له ټولو استخباراتي او مسلکي مهارتونو څخه يې ګټه واخيسته. 
ښاغلي ياسين په هلمند کې دوه نيم کاله يو بريالی ماموريت وکړ. د حکومتي مسوولانو تر څنګ يې د ولسي خلکو په زړونو کې يې ځای ونيو. د ده پر ځای چې هلمند ته کوم څوک راغلی، غوښتنه ترې کوو چې د ياسين خان پر قدمونو قدم کښېږدي، د دباندې خلکو ناقانونه غوښتنې و نه مني، خپل کار وکړي.

خبر شوی يم چې ياسين خان کندهار ته تبديل شوی دی. د کندهار ټول ولس ته دې د دې هوښيار او ځيرک جنرال معرفت مبارک وي او له خلکو يې غواړو چې د امنيت په خونديتوب کې مرسته ورسره وکړي. کندهار خوشبخت دی چې داسې يو مسلکي استخباراتچي يې په برخه شو.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “په هلمند کې د يوه بريالي جنرال دنده پای ته ورسېده”
  1. پیژنم قوی] هوشیار او با تدبیره مدیر او رهبر دی دیر زره وراو مترحم دی الله ج نور هم توفیق ورکری.
    تولو دوستانو ته اوخاصتا جنرال صاحب محمد یاسین خان ته سلامونه دالی وی :زه جنرال صاحب دیر دنژدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *